نظــر

زموږ د زده کړه ییز سیستم ستونزې«۲ برخه»

استاد عبدالجبار وحدت

په پیل کې باید یادونه وکړم، چې د استادي مسلک او قدرمنو استادانو ته په خورا زیات احترام قائیل یم، دوی زموږ د ټولنې مشالونه دي،متعهد او مستعد استادان بېخي له دې بحث څخه مستثنی دي، له دوی بښنه غواړم چې زه په ځينو مسائیلو بحث کوم ، هغه د چا په وینا چې په وړه خوله دومره غټي خبرې کوم،مګر زموږ وجدان، فکر ، پوهه او بالاخره ټولنیر احساس او مسؤلیت دا غوښتنه کوي، چې د خپلې تجربې په رڼا کې سطحي بحث وکړم، دا هغه مسائل هم نه دي ، چې په کتابونو کې یې ومومو،یو عمومي بحث دی ، هیله ده د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او د مکتب و پوهنتونونو مسؤلین ورته متوجه شي.

ممکن ځینې دوستان دا غوښتنه هم وکړي ،چې ستر چلینج د مکتبونو تړلي دروازې دي ، په هغه ولې بحث نه کوي، په هغه مو زیات بحثونه کړي او هغه د نظام په کچه لوی تصامیم دي ، موږ هغه ته غټه ډبره ږدو ، په هغو ستونزو بحث کوو، کوم چې په برحال شروع شویو ښوونځیو کې لسګونه کاله پخوا تر سترګو کېدلې او لا هم محسوسېږي.

زموږ تحصیلات تقریبا نوي کلن شول، د نادر خان او سردار داوود لاسته راوړنه یې ځکه بولو چې حداقل دوی دلته زده کړه ییز سیستم ایجاد کړ او د لوړو زده کړو وزارت یې په کابینه کې شامل کړ، مګر تحصیلي سیستم له هغې ورځې راهیسې د انجماد په حالت کې پاتې شو، د نوښت او څېړنې فرهنګ بېخي تت شو ، موږ ډېری رد شوې او اکسپایر تیوریانې ریکارډ او حفظ کړې، چون تحصیل د یو هېواد اساس او بنسټ دی ، تحصیل د هیواد علمي هویت او علمي زېربنا ده، په همدې لحاظ دا موضوع زیاتې شننې ته هم اړتیا لري.

له بده مرغه چې دلته استثنا استادي د شغل په حیث پېژندل شوې ده، ډېر کم یې که د علاقې په اساس تر سره کړي ، بله خبره دا ده چې دلته د تخصص ستونزه ده ، ډېری مضامین عمومي دي او عمومیات زموږ ستونزه په هیځ صورت نه سي هوارولی ، زموږ ستونزه په مشخصه او مشخصه برخه کې تخصص حلولی شي ، د لیسې پر کچه زموږ د دري استاد په دري ، د پښتو استاد په پښتو او د انګلیسي استاد په انګلیسي نه دی حاکم، تخنیکي او تخصصي مضامین یوې خوا ته پرېږده، بله ستونزه دا چې موږ تر ټولو ټمبل استاد د لومړي ټولګي ماشومانو ته لیږو، کوم چې ښه وهل کولی شي، ښه ډارول کولی شي، هغه ورځ وي ، چې زموږ ګلالي او تنکي ماشومان نور د خبرو کولو جراات له لاسه ورکړي.په داسې حال کې چې په نړۍ کې دا چاره برعکس ده او ابتدایي زده کړي مهم تحصیلي تهداب بلی شو، باید تکړه او مستعد استادان د لومړیو ټولګیو یا د ماشومانو روزنې په پار استخدام شي، تر څو اساس ښه جوړ شي، د شاګرد د تشویق او دهغه د استعداد د غوړېدا سبب شي،که دا مثال د ساختماني موډل په حیث ارایه کړو، که چېرې موږ لومړی خامي خښتې او خټه وکاروو ، بیا پخې خښتې او کانکریټ وکاروو¸نو مالومه خبره ده چې هم د وخت او هم د منابعو ضایع ده ، بل هیڅ نه دي ، پایله یې هم واضح مالومه ده ، چې د یاد دېوال او ساختمان ړنګېدل دي،زموږ شاګرد چې داسې خام و روزل شي، بیا که پوهنتون په اکسفورډ کې هم ووایي ، هیڅ نتیجه نه ورکوي ، دا په یقین سره وایم چې نتیجه نه ورکوي او پایله یې واضحا منفي ده.

د مکتب نصاب جدي بدلون ته اړتیا لري او د مضامینو په محتوی،حجم ، کیفیت او تعداد باید له سره غور وشي، دا ځکه چې د مکتب له فراغت وروسته یې شاګرد ته د کتابونو نومونه هم نه وي یاد، نور مسائیل یوې خوا ته پرېږده.

په نصاب کې د ټولنیزو ادابو ، فکري روزنې برخه یا تت دی ، یا درسته نه تدرسېږي، زموږ د ښوونځیو شاګردان اخلاقي الګوي ، ځکه نه دي ، تاسې د رخصتیو په وخت کې دوی عملا کتلای شي، فکري برخه ځکه اړینه ده چې له بده مرغه د تاریخ په اوږدو کې له هر اشغالګر سره لومړۍ لوستې قشر چکچې وهلي او اشغال یې په یو ډول نه یو ډول توجیه کړی دی.

بل د ټولنې سطحه او زده کړې متفاوتې دي ، مثلا موږ په کیمیا کې بحث کوو مولریټی او موللیټي اوس نه پوهېږو چې دا وخورو ، یا څه پرې وکړو،یا په کتاب کې ذکر دي ، چې له سړک څخه تېریږۍ اشارې وګورۍ، مګر موږ عملا په ډېرو ښارونو کې ترافیکي اشارې نه لرو ،یا د غذا په داسې پخولو بحث په کې کوو، چې د هغو امکاناتو او موادو برابرول دلته ستونزمن ، حتی ناشوني دي، مانا دا چې زده کړې مو له زوند سره سمې نه دي روانې کړي.

بل محصل فکر کوي، چې زه دا درس ووایم وزیر ،معین یا رئیس کېږم ،بس یو خړ پوښي چپټر لولي او ډګري ته انتظار وي ، چې پوه شي ، چې ولا اسناد کار نه ورکوي، بیا مطالعه شروع کړي ، اوس تاسو فکر وکړئ ، چې څومره وخت ترې تېر شوی دی.

غوسه کېږئ مه ، په حللارو یې هم بحث کوم، بله خبر دا چې ممکن له ما سره څوک په دې بحث قناعت و نه کړي، د نظر اختلاف د هر چا شخصي حق دی.
د مدرسو د نصاب ستونزې به په راتلونکې لیکنه کې واضح شي.

درنښت

نور بیا…….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx