نظــر

د دښمن تبليغاتي ماشين فلج کړﺉ

ډاکټر عبدالرحمن شهيد زاده

داچې ميډيا دويم ځواک ده دموخو دتر لاسه کولو په سلسله کې له همدي امله اکثره هېوادونه ډېره بوديجه مطبوعاتو ته ځانګړي کوي چې ښه بيلګه يې غرب ده چې دداخلي رسنيو تر خوا بهرنۍ نړۍ لپاره خپلي مبليغي رسنۍ هم تمويلوي چې زياته بوديجه ورباندي لګوي تر څو خپل شومي افکار دنورو په ولسونو کې ترزيق او په خوا کې خپل موقف په نړيوال سټيج مظبوط وساتي چې داموخي ته تر ډېره بريده رسيدلي هم دي.

امريکا جمع ناټو شل کاله په افغانستان کې بربريت وکړ داچې قوي ميډيا يې تر شا وه ځکه خو يې هره کړنه دولس او نړۍ په وړاندې داسي توجه کوله چې دټولو احساسات يې ساړه او او ارام وساتلو ، او هيڅ داسي ولسي او جهاني عکس العمل سره مخ نشو چې دهغوي پوځيانو دجګړې په ډګر کې ترسره کول،په رښتيا هغوي دخپلو مطبوعاتو په ذريعه ډېر داسي څه تر لاسه کړو چې غوښتل يې همداسي د غرب ميډيا دغرب د دفاع په لومړۍ جبه کې اوس هم قرار لري په غږيږ،انځوريز او ټولنيزو پاڼو کې يې مقاومت تود ساتلی د ورځي او د شپي په هره لحظه کې دغرب رسنيو خبرونه،شنني ،سياسي بحثونه او نوري بختونکې خپروني شته دي، چې دولس داطلاعاتو ستري سرچيني همدا غربي رسنۍتشکيلوي.

زموږ رسنيز ډګر په انځوريز،غږيږ ډګر کې دولس سيمي او نړۍ په کچ بيخي د پرتلي وړ نده،يوازي ملي راډيو ټلويژن ورسره مدغم شريعت ږغ راډيو ده چې اوريدونکې متحير شي کومه راډيو او رسنۍ ده چې دشريعت او ملي دواړو په نوم اعلانات لري.

که غواړو چې دغرب ميډيا کم رنګه کړو ښه به وي درسنيو برخه کې طويلمدت کړنلاره ولرو رسنۍ سره مدغم نه بلکې وسعت ورکړو چې شريعت ځانته او ملي هغه ځانته او په سالم رقایت سره دخپلو مينوالو شمېر اضافه کيدو هڅي وکړي، او په فريکوينسيانو يې ښه کار وکړو چې شپه او ورځ په کليو ښارونو کې واوريدل شي په څنګ کې سميزي رسنۍ د FM په څپو ته وسعت ورکړل شي تر څو کره خبرونه او د شريعت په چو کاټ کې ديني،اجتماعي، سياسي،اقتصادي او څيړنيز مالومات تر ولسه ورسوي او په خوا کې دساينس ټيکنالوژي اړوند داسي پروګرامونه تهيه او وړاندې کړا شي چې ولس مو دمطبوعاتو په ذريعه تر يو بريده دپرمختللي نړۍ له ژانرونو سره بلد شي، او بيګانه رسنيو مخه په ټوليز ډول ونيولاي شي.

په درنښت

شهيدزاده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx