ټولنیزه برخه

مؤمنو افغانو خويندو!

احمد منصور

شل کاله نني طالب د اشغال د محوې او اسلامي نظام د نېفاذ تر څنګ ستا د عزت د ساتلو په موخه هم مبارزه کوله کوم اشغالګر چې زمونږ په هېواد کې ول همدغو ځناورو ډېر اسلامي هېوادونه يرغمل کړي وو او لا هم اشغال دي هلته داسې منظم جهادي قوتونه نه وو يو له هغو اعراق وو زه خپله خجل باسم چې تاته دا خبره کووم ستا حياء ماته را معلومه ده ځکه زه دې افغان ورور يم خو اړتیا وینم اعراق کې امريکایانو او نورو متحدینو به يې مسلمانه اعراقۍ په زور کېمپو ته بوله په زور زنا به يې ورسره کوله او بيا به په ډېر مظلومیت يې شهيدوله دا چې ستاسو ابرو آن په کابل کې محفوظه وه د نني واکمنانو له امله نن که همدا واکمنان تعلیمي مراکز ستاسو پر مخ د يو څه وخت لپاره معطل کوي دا په دې معنا نه چې د تعليم اهميت ورته نه ده معلوم يا تا په جهل کې ساتل غواړي اوسنی قيادت او افراد اسلامي مدارسو څخه فارغ رجال دې او تعليم اهميت تر بل هر چا ورته معلوم ده دوي دوه ځل کتاب بندولو او وسلو راخيستلو ته اړ شوي

۱-کله چې اتحاد شوروي ماته وخوړه مجاهدينو د شرعي احکامو د نېفاذ او د مؤمن ملت د هيلو برعکس فساد ته مخه کړه غلا رشوت آن د افغانانو عزتونو ته يې لاس واچوه همدغه طالب يې په وړاندې مبارزه پيل اسلامي نظام يې نافېذ کړ ځينو بېرته مدرسو ته مخه کړه خو هغه نظام کفر او تالي څټو ته يې د منلو نه وو ځکه يې يرغل وکړ.

۲- د امریکا له يرغل روسته بيا طالب کتاب بند کړ د ايټم له څښتنانو سره يې مبارزه پيل کړه ډېرو ليونيان بلل خو د خپلو غوښو او هډوکو په نذرانه کولو يې اشغالګرو ته ماتې ورکړه او اسلامي نظام يې نافذ کړ.

مسلمانې خورې: زه هم په دې خواشينی يم چې ته له تعلیمي مراکزو بنده کړل شوې ډاډه اوسه دا به مؤقتي وي واکمنان ورونه دې علماء دي د وخت نزاکتونه پيژني واکمن نظام ډېر قیمتي ده زمونږ د ټولو افغانانو د هيلو هېنداره ده که ته شل کاله په ښار کې اوسېدلې يې لاړه شه اطرافو ته هلته تخريب او ويران کورونه ، مساجد ، مدارس او تخريب شوي کورونه به د اوسني اسلامي نظام اهميت در وپيژني ځکه هغه کورونه مساجد او مدارس دي چې اشغالګرو بمبار کړي امن له هغو سيمو کډه کړې وه هلته دا يونيم کال خلکو د سکون ساه اخيستې امن لګ وخت کيږي چې خپلې وزرې خپرې کړي.

ګرانې خورې: غربي رسنۍ او منافقان لګيا دي تا له هغو خوابدې کړي چې شپه ورځ د ټول ملت هوساه کېدو لپاره هڅې کوي دوي د ټولې نړۍ دوښمني په غاړه اخيستې شرعي احکاماتو ته بيا حيات بښي ته ورته ډېره قدرمنه يې ستا عزت ورته تر هر څه مهم دی د تعليمي مراکزو يو څه وخت معطل کېده به ستا په ګټه تمام شي داسې وخت به راشي چې ته مستوره او با امنه د خپل کار او تعليمي مراکزو پرمخ لاړه شي.

ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx