نړۍ

دسرو اوسپینو زرو بیی په حیرانونکي توګه زیاتیږي

gold_in_the_world نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۶) نن سهار په اروپا کي دیوه اونس سرو زرو بیه ۱۵۱۸.۳۰ ډالره او دسپینو زرو بیه ۴۹.۹۱ ډالره وه، شنونکي دسرو اوسپینو زرو دلوړو بیو وجه په منځني ختیځ کی ناکراري اود ډالر دبیی ټیټ وال په  ګوته کوي.

ډیرو سرمایه اچونکو پدي اخیرو کي دنړیوال اقتصادي بحران له وجه پرځای ددي چي په نورو سوداګریزو برخو کي سرمایه ګذاري وکړي دزرو ورانیلو ته مخه کړی ده، څیړونکي وایی دزرو بیی به په همدي ځای پاتي نوی بلکه نوري به هم لوړي شي،

انجیلس ډیماسکس دزرو دیوي کاروباري شرکت مسئول رسنیو ته ویلی دی، دزرو دیوه کاروباري تجربه لرونکو په توګه زه دا وړاندوینه کوم چي دروان کال په اخیر کي به دیوه اونس سرو زرو بیه له ۱۶۰۰ ډالرو څخه هم اوچته وي، یوه اونس سره زر له څه دپاسه ۳۱ګرامه سره برابر دي، نوموړي زیاته کړه دسرو زو دتولید په برخه کي دخامو موادو دلږوالي له کبله به دسرو زرو بیي  دروان کال په اخیرو کي خلګ دحیرانتیا سره مخ کړي.

ډیماسکس وویل تیره دوشنبه اومه ورځ وه چي دسرو زرو بیی په پرله پسی توګه لوړیږي، او په تیرو لسو کلنو کي دسرو زرو بیی شپږ چنده زیاتي شوی دي، خو دسپینو زرو بیی بیا یواځي په تیرو پنځو کلنو کي پنځه چنده زیاتي شوی دی او په تیرو لسو کلنوکي دسپینو زرو بیی ۱۲ واره زیاته شوی دی.

شنونکي دزرو دقیمتونو دلوړوالي وجه د ډالر ټیټه بیه اودخامو موادو کموالی ښیی، خویو شرکت چي دزرو اوتیلو په برخه کي ښه تجربه لري دزرو دبیی دلوړوالی یوه وجه په هندوستان هیواد کي دزور زیاته غوښتنه اوهمدارنګه دزرو د تولید لپاره دخامو موادو کموالی بولي.

په دي وروستیو کي دهندوستان هیواد له لوري دزرو په رانیولو کي ۶۰٪سلو کي زیاتوالی راغلی دی او دهندوستان خلګ دپخوا په نسبت په زیوراتو او ګیڼو کي په زیات مقدار سره زر کاروي.

بخت الرحمن بخت …………….نن تکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x