نظــر

مژده؛ د ازادۍ زېری!

طارق بدر

دروازې ته يي نږدې شوم، فکر مې کاوه چې د ګڼو نورو مشرانو په څېر به يي کوچنی په دوازه کې وي، تر مېلمستونه به رهنمايي کېږم او بیا به له انتظاره تلیفون چارج را خلاصوي، بیا به تشریف راوړي، خو چې دروازه يي خلاصه کړه، خندانه څېره يي غېږه ورسره غبرګه خلاصه کړه، ګډ سره لاړو په انګړ کې اېښیو چوکیو باندې کېنستلو، دا لومړی لیدل نه و؛ خو له شهید وحید مژده سره د نن ټکی اسیا لپاره د مرکې په خاطر د دوی کورته ورتګ مې لومړی و، دا راته جالبه وه، چې دا په ظاهري څېره سپين ږېری دروند سنګین مخور به د کوربه په حیث څنګه رول لري.

تېره اونۍ ملي تلویزون د شهید وحید مژده د تلین په مناسبت کابل پوهنتون کې غونډه برابره کړې وه، د ملي تلویزون رهبري له ازادۍ وروسته پخپل ګړندي فعالیت دا ثابته کړه، چې د داسې غونډو، مناسبتونو او فرهنګي هڅو لپاره همدا یوازینی ادرس دی، کلي ته په لار وم، چې د ملي تلویزن رئیس احمدالله وثیق صاحب د بلنې پیغام را ورسید، لکه له خوبه چې را ویښ شوی یم، ځان راته خورا خوار ښکاره شو، ځکه چې موږ شهید وحید مژده هېر کړی و!؟

شهید وحید مژده، مطمئن صاحب او د دوی ملګري په کابل کې د جهادي فرهنګي فعالیتونو لپاره زموږ لارښوونکي، زموږ تکیه او حتی زموږ لپاره د تمو یو ادرس و، خو موږ لکه چې رښتیا په چوکیو کې کنیستي نه؛ بلکې ډوب شوي یو، چې حتی په ناپامۍ مو هم کله د شهید وحید مژده نوم خولې ته را نه غی، لیکنه کې یاد نه شو، د اثارو او مقالو د چاپ او را جمعه کولو تکل يي ونه شو او یوازې یو هېر شوی نوم پاتې شو!

دقیقه خبره!
شهید وحید مژده چې به کله خبرې کولې، داسې به غږېده لکه د کومې لیکنې له مخې چې غږېږي، دقیق ارقام، په حوالو کې احتیاط او ګڼلې او دقیقې خبرې يې کولې، کله چې په ۲۰۱۴ز کې د ډاکټر عبدالله او اشرف غني تر منځ انتخاباتي ناندرۍ اوچتې شوې او امکان و، چې دویم دور ته لاړې شي یا د حکومت شکل تغیر وخوري، په همدې مناسبت مرکه کې ښاغلي مژده خورا په قاطعیت وویل، چې دلته ټاکنې یوازې د دې لپاره کېږي چې امریکا خپل ولس ته د افغانان پر ډیموکراسۍ باورمنېدل ور وښيي، خو اصلاً کیسه دا ده چې ټاکنې یوازې ډرامه ده او کېږي هغه څه چې امریکا يي غواړي؛ همدلته يي وړاندوینه دا وه چې نه عبدالله ناکامېږي او نه هم غني، دوی به دواړه بریالي اعلانېږي او د یوه لپاره به د صدرات پوست رامنځته کېږي او د دې لپاره دوی اړ دي چې قانون تغیر کړي، خو د امریکا په زور ممکن له قانون بدلونې پرته داسې تشکیل رامنځته کړي، ضمناً يي په واکمنۍ کې د پاکستان رول مهم وباله او په وينا يي امریکا د پاکستان له خوښې پرته دلته واکدار په ګدۍ نه کېنوي او همداسې وشول!

شهید مژده د ټولې مبارزې په جریان کې په هیڅ قلمي یا شفاهي وینا کې درنښت تر پښو لاندې نه کړ، له حزب اسلامي او اتحاد اسلامي سره يي څو ځله لیکنۍ مقابلې راغلې، حقایق يي وویل، مؤثق يي وویل خو حتی شخصي مجلسو کې يي هم د دوی بده یاده نه کړه!

له امریکا سره د امنیتي تړون؟ سرسخت مخالف او په لاسلیکېدو يي خوار خواشینی و، پرلپسې يي غندونکې مرکې او مقالې خپرې کړې او په ۲۰۱۶ز کال يي کندوز کې د لسګونو ماشومانو پر شهادت تونده مقاله خپره کړه، چې ارګ او مداریان يیي د امریکايي وحشت سپک مدافعین معرفي کړي و.

یو وړاندیز!
د تېرې اونۍ په غونډه کې ګڼو دولتي مسؤلینو، قلموالو او سیاسیونو خپل اظهارات وړاندې کړل، خو هیڅ داسې ژوندۍ ژمنه ونه شوه، چې د شهید مژده د اثارو، د منظمېدو، خپرېدو او را ټولېدو تاکید پکې شوی وي؛ مهمه دا ده چې د شهید مژده ټولې پاشلې مقالې، شوې تلویزوني او انلاین مرکې او ورنه پاتې اثار را منظم او له دولتي امکاناتو په استفادې په ښه کیفیت خپاره شي، د شهید مژده تحلیل، تبصره او نظر زموږ د شل کلنې مبارزې اړوند د کابل له زړه ژوندی تاریخ دی!
روح يي ښاد، یاد يي تل او پر کورنۍ يي برکت!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx