ادبي لیکني

حریت فکري روزنه؛ پر «فکري عبادات» کتاب خبرې او مشاعره وشوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳سلواغه،۱۴۰۱ل): د حریت اونیزې د روزنیزو او هنري غونډو په لړ کې تېره جمعه /۲۱دلو د ګڼو لیکوالو، شاعرانو او فرهنګيانو په ګډون اونیزه ناسته وشوه.

دا غونډه چې د خیال محمد توحیدیار له خوا د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه، د دریځ چارې يي حمید ځلاند ترسره کولې او پر لوستل شوي کتاب «فکري عبادات» روح الامین ریحان خبرې وکړي.

د ریحان په وینا د عمرو خالد دا کتاب چې پکې پر تفکري ځواک، فکري عبادت او په مخلوقاتو کې د تفکر پر څرنګوالی بحث شوی، د دې وړ دی چې ځوان ملګري يي حتمي ولولي.

هغه وویل، فکري عبادت موږ ته را زده کوي چې څنګه فکر وکړو، څنګه فکر پراخ کړو او خصوصاً په مخلوقاتو کې ژور تدبر موږ ته د الهي عظمت حس کولو او د ځان جوړونې فرصت راکوي.

ریحان زیاته کړه دغه کتاب يي د تېرې اونۍ په اوږدو کې لوستی او دې پایلې ته رسېدلی، چې د تفکر او تدبر لپاره ورځني ژوند کې باید ځانګړی وخت بېل او مسلسل ترسره شي.

د نوموړي له خبرو وروسته په زړه پورې مشاعره شوه، چې پکې نورمحمد انتظار، محمد اجمل ایوبي، خیال محمد توحیدیار، عمران عرفان، امین الله امین، سلیم وقار، عبدالصمد بهیر، کرامت الله کاون، عتیبق الله عتیق، رحمن الله میهن او غیاث نیازي خپل او د نورو هنري شعرونه شریک کړل.

د غونډې پای ته نږدې دادمحمد ناوک د دعا لپاره دریځ ته وغوښتل شو او ضمناً يي د غونډې د ارزونې اړوند لنډې خبرې وکړې.

د هغه په وینا دا ډول غونډې موږ ته د خبرو کولو هنر، د دریځ سمبالول، فکر جوړول، دعوتي چارې پر مخ وړل، له کتاب لوستلو سره عادت کېدل او پر کتاب تبصره کول را زده کوي، ځکه خو باید په پوره ژمنتیا پکې برخه واخلو.

د دې ناستې په پای کې د ځوان شاعر او لیکوال انعام الحق انصاري د پلار د وفات له امله لنډ ختم او دعا شوه، چې په دې درانه غم ‎کې له نوموړي سره د غمشریکۍ تر څنګ، کورنۍ ته يي جمیل صبر او متوفی ته د جنت فردوس په تمه لاسونه لپه شول.

راتلونکې ناستې ته ژمنه وشوه، چې عبدالصمد بهیر به پر لوستل شوي کتاب خبرې کوي او عمران عرفان به د دریځ چارې پر مخ وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx