افغانستان

صنعت اوتجارت وزارت افغانستان ته دروسي صادراتو زیاتوالي له پرېکړي هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۲۳سلواغه،۱۴۰۱ل): صنعت او تجارت وزارت افغانستان ته د روسیې صادراتو زیاتوالي له پرېکړي هرکلی کړی.

په داسي حال کې چې د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د روسیې ۲۴ تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې هیواد یې غواړي افغانستان ته د سون او خوراکي توکو صادرات زیات کړي. او زیاته کړې یې ده چې په تېر یوه کال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۴۰ سلنه ډېره شوې ده.

صنعت او سوداګرۍ وزارت د روسیې د دغې پرېکړي هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه وزارت هڅه کوي څو د سیمي له هیوادونو سره د صادراتو او وارداتو بهیر پراختیا ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx