افغانستان

کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر؛ ا.ا له نړۍ سره په کړو ژمنو ولاړ دی

نن ټکی اسیا ( یکشنبه،۲۳سلواغه،۱۴۰۱ل): د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وایي چې اسلامي امارت له نړۍ سره په کړو ژمنو لاړ دی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني تېره ورځ په خوست ولایت کې منبع الجهاد مدرسې د علماؤ فراغت غونډي ته د وینا په مهال وویل چې اسلامي امارت له نړۍ سره په کړو ژمنو ولاړ دی او خپله ژمنتیا یې په عمل کې هم ثابته کړې ده.

نوموړي همداراز ویلي چې د رسمیت پېژندلو لپاره دې پلمې نه لټول کیږي.

همدارنګه یې ویلي چې اسلامي امارت له نړۍ سره مشروع تعامل غواړي او دا تعامل د خپل ولس د ښېرازۍ لپاره غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx