افغانستان

دبشرپاله مرستو په دوام دا ځل۴۰میلیون ډالرو نغده کڅوړه افغانستان ته را ورسېده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳سلواغه،۱۴۰۱ل): د بشرپاله مرستو په دوام نن یو ځل بیا ۴۰ میلیون ډالرو نغده کڅوړه افغانستان ته را ورسېده.

د افغانستان بانک څخه په رسمي نشر شوي خبر کې راغلي چې د رجب المرجب میاشتي په ۲۱ نېټه افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدې بشري مرستي کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

خبر زیاتوي چې د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هیواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولني له اړمنو کسانو سره د مرستي لامل کیږي، ستاینه کوي او دا بانک د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلي هلې ځلې جاري ساتي.
خبر کې راغلي چې د افغانستان بانک رهبري پلاوي ته د نړیوالي ټولنې د بشري مرستو د هرکلي ترڅنګ هیله لري چې دا مرستي د بانکي سکتور له لاري ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx