نظــر

ستونزه په تا کې ده! (۱)

لیکوال: ریحان

يو سړي د خپلې کورنۍ له يوې انجلۍ سره واده وکړ، په داسې حال کې چې په کورنۍ کې يې يوې ميراثي ناروغۍ شتون درلود، يعنې د عمر په تېرېدلو سره به دغه کس د اوريدلو حس او وړتيا له لاسه ورکوله.

يو وخت ددغه سړي پر خپله میرمن چې له خپلې کورنۍ یې واده کړې وه شک شو چې ګواکې غوږونه يې کمزوري شوي او د اوریدو حس یې له لاسه ورکړی دی.

د ډاکټر سره يې مشوره وکړه، هغه ورته وويل: يوه اسانه لاره شته چې ستا د ميرمنې اورېدو حس ورسره سميږي.

«کله چې له ميرمنې سره غږيدې ۵۰ قدمه لرې ولاړ شه، که يې نه اورېدې ۴۰ قدمه ورنږدې شه، که نه ۳۰، که نه ۲۰، ۱۰ او که نه، په اخره کې د شا له لورې په غوږ کې ورته خبره وکړه».

سړي همداسې وکړل. ښځې ته يې له ۵۰ قدمۍ وويل، غرمې ته دې څه پخ کړي؟ همداسې تر لس قدمۍ، شل قدمۍ او آن تر غوږه ورورسېد، په غوږ کې يې هم ورته وویل چې غرمې ته دې څه پخ کړې دي؟، ښځې يې په قهرجنه لهجه ورته مخ راوړوه، پنځه ځله مې درته وويل چې سبزي مې پخ کړې ده، زما نه، ستا غوږونه خراب دي.

پند: تل خپل ځان په سمه مه ګڼه، که چيرې په بې طرفو سترګو وګورې ممکن ستونزه په خپل ځان کې ومومې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx