شعـــــرونه

معراج/راشد کامران

شام و زبون نیولی، طور په زړه زرې زرې و
دا څنګه معراج و چې په برخه د مکې و

دغه د مولا میلمه روان په څه اعزاز و
تم یې نندارې ته حرکت د زمانې و

ځل نه و د ستورو د یو چا د مخ رڼا وه
لمر نه و، سپوږمۍ نه وه، نه پړک د آئینې و

غېږه د اقصی په انبیاوو ښائسته وه
مخکې محمد د امامت په مصلّې و

پورته حجابونه شوو، واسطه له منځه لاړه
دوه لیندې و، نه رښتیا له دې نه هم نږدې و

ورځ چې شوه، سل خولې وې، سل خبرې وې، غوغا وه
چا منل چې دغه ټول داستان د یوې شپې و

لاره د وفا ده چې نه سود او نه تاوان مني
عشق بس راشده د صدیق غوندې ایمان مني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx