نظــر

د دلوې ۲۶م، زموږ راتلونکی نسل او یو څو خبرې!

لیکوال: م حمادافغان شیرزاد

افغانستان د زبرځواکو او امپراتوریو په هدیره شهرت موندلی او دا یو روڼ حقیقت هم دی چې افغان ولس تل د میړانې او فداکارۍ کردار اداء کړی؛ خو دښمنان او تجاوزګر یې نه دي پریښي چې دا خاوره اشغال او تر خپل تسلط لاندې راولي.

 

په معاصر تاریخ کې په پرلپسې توګه د امپراتوریو ماتول پرته له شکه یو ستر ویاړ او افتخار دی، چې الله تعالی افغانانو ته ورکړی او پرې پیرزو کړی یې دی، چې هم یې د خپلې ټولنې لپاره او هم یې د سیمې او نورو اسلامي هیوادونو لپاره یو څه د ارام ساه اخیستلو زمینه مساعده کړی.

 

برتانیا/ انګلستان چې په دغه سیمه د یو تور ښامار په څیر مسلطه وه، د فزیکي اشغال تر څنګ یې فکري اشغال ته هم مخه کړې وه، خو د افغانانو او زموږ د غور نیکونو د جهاد او مقاومت په مټ چې تاریخ پرې شاهدي وایي له دې سیمې یې ټغر ټول شو، لوی خراسان لومړی آزاد، پسې د شرقي پاکستان او همداسې د هندوستان سیمې آزادې او برتانیا تر خپل هیواد محدوده شوه.

نیکونو او پلرونو مو د شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې بې دریغه قربانۍ ورکړې، “لوږې او تندې، هجرتونه او مسافرۍ، زندانونه او تکلیفونه او همدا راز د روسي سرو لښکرو هغه وحشتونه چې د تاریخ پاڼو کې ثبت دي” وګالل؛ تر څو په هیواد د آزادۍ بیرغ رپاند او ولسونه په ارامه فضاء کې ژوند وکړي او د پردیو له کلتور، عنعناتو او رواجونو وساتل شي او پر خپل پخواني دیني، اسلامي او افغاني کلتور پاتې شي، روسان مات شول د افغان میړني ولس قربانیو رنګ راوړ او ولس د محکومیت له فضاء په لویه کې خلاص شو.

 

لا رغیدلي نه وو، چې امریکا او اشرباڼي یې چې د وخت د معاصر فرعون په څیر نعوذالله د اناربکم الاعلی اواز پورته او پر دغه میړني او ځوریدلي ولس، “چې لا یې د خپلو زخمونو څخه وینه نه وه پریمینځلې، لا یې ټپونه نه وه رغیدلي، لا یې په وجودونو هغه دردونه او کړاوونه پراته وه او لا یې د زرګونو شهیدانو د قبرونو خاورې نه وې وچې شوې” د لیوني سپي په څیر برید وکړ، د اشغال او تسخر په نیت یې دلته په بیا ربړوونو او ځوروونو، ظلمونو او وحشتونو لاس پورې کړ؛ خو دې میړني ولس بیا هم د خپلو نیکونو او پلرونو په پل قدم کیښود او په تش لاس یې د عصري فرعون چې په ټیکنالوژۍ سمبال و، قربانۍ ته ودانګل او مقابله یې وکړه، بې دریغه قربانۍ ورکړل شوې، اخلاص او دیانت وښودل شو، د افغانانو ایثار د تاریخ زرین باب پرانیستلو او خپل تاریخ یې بیا هسک او بیرغ یې رپاند کړ، ناټو او اشرګر یې مات او افغانان بیا آزاد شول.

 

هوکی؛ موږ بیا بیا آزادۍ واخیستلې، د هر وخت او عصر تر ټولو زورور دښمن دلته په ګونډو شوی، چې ان شاءالله تل به همداسې یو، خو د دغه آزادیو ساتل افغانانو ونشو کړای، فکري اشغال تل په دوی اثر وکړ، پردي کتلور او عنعناتو دوی مجروح کړل، پر لکونو قربانیو خلکو سترګې پټې کړې او زرین فرصتونه یې له لاسه ورکړل.

 

لوی لامل یې دا و چې موږ د خپلو اتلانو تاریخ ثبت نه کړ، کله چې پر واکمنۍ شو شهیدان مو هیر شول، قربانۍ، تکلیفونه او زحمتونه مو له یاده ووتل، تر نوي نسل پردیو چې فزیکي اشغال یې موږ مات کړی و، خو فکري اشغال یې تر خلکو ورسولو، سرایت یې وکړ، د امان الله، تره کي، ببرک کارمل، نجیب او مسعود په څیر لنډغرو زموږ د قربانیو ځای ونیولو، ولې چې هغوی ته تبلیغ وشو، شاهکاران ترینه جوړ شول، لیکنې پرې وشوې، خو هغوی چې د جهاد ریښتیني اتلان وه، برتانیا او روس یې مات کړ، نن ګمنام دي، د خالص بابا په څیر د نوموتو په ځای نن د نجیب ګاو او مسعود لنډغر یادونه کیږي، د جهادي اتل جلال الدین حقاني په ځای نن رازق لغړي او نورو یادونه کیږي، چې لوی د تأسف ځای دی.

دا چې اوس فرصت په لاس راغلی، راځئ خپلو ولسونو او ځوان نسل ته د خپل زرین تاریخ او د اتلولیو شاهکاران وروپیژنو، د پردي فکر او کلتور راوړونکي ورته روښانه کړو، پردی فکر ورته د ژبې او قلم په زور باطل ثابت او خپل روڼ فکر ورته واضح کړو، خو لا هم کار نشته، پر خپلې واکمنۍ لګیا یو، خو فکرونه نه رغوو، فکري اشغال تر سلو فزیکي اشغالونو بتر دی.

د ځوان نسل د ویښتابه په هیله.
ورور مو م حماد شیرزاد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx