ادبي لیکني

اوښکو مې د مطالعې تر پایه ملتیا کوله

عاصم کریمي

پرون د افغانستان په ملي راډیو ټلویزون کې له شوروي ښکیلاک څخه د آزادي اخستلو د څلوردیرشمې کلیزې په مناسبت د دلوې په۲۶ ورځ غونډه ترسره شوه، هلته مو د خپلو قدرمنو مشرانو ارزښتناکې ویناوې واوریدلې، د غونډې پای کې مو له محترم جاوید افغان صاحب او نورو قلموالو او مسؤلینو سره لیدنه وشوه، د رخصت اخیستلو پر مهال افغان صاحب خپل نوی اثر [ خپله د کیسې را رسونکې هم شهیده شوه] په ډیره مینه راته ډالۍ کړ، دا چې کتاب لا له وړاندې د هیواد مشهورو لیکوالانو ډیر ستایلی و، زه یې هم لوستلو ته ډیر لیوال شوم، له ځان سره مې عزم وکړ چې سبا یعني نن ورځ له لږ تدریس وروسته ټوله ورځ ددې کتاب لوستلو ته ځانګړې کړم، همداسي مې وکړل، خوا او شا لس بجو ته مې ځان له درسونو فارغ کړ، کتاب مې راسره واخیست او یوه اطاق ته لاړم، پر کتاب لومړنی تقریظ د هیواد وتلی لیکوال او شاعر محترم قاري عبدالستار سعید لیکلی و، دا چې د ښاغلي سعید په قلم لیکلي کرښې هیڅکله هم سړي ته د ستړیا احساس نه ورکوي، نو د کتاب لوستلو شوق مې نور هم زیات شو، د تقریظونو لړۍ پای ته ورسیده او د کتاب متن ته داخل شوم، دلته نو چې څومره مخ ته تلم هغومره مې په سترګو کې اوښکې ډیرې را ډنډیدلې، د کتاب متن د صحني تر ځایه رسولم، هغه وحشتونه چې اشغالګرو تر سره کړي و، سترګو ته مې ودریدل، زه یې هم د خپل خړ کلي تر څنډو ورسولم، د وحشي یرغلګرو هغه وحشتونه یې را په زړه کړل، چې د ټوپکو شپيلۍ به يې زموږ ککریو ته سیخې کړې وې ، ما له دې وړاندې هم د غازي داستان، توره ماته شوه، د جنت اغزنه لار ، فاتح اندلس او… افسانوي داستانونه کتلي و.
خو دا کتاب چې د کومو موادو ټولګه ده هغه تخیل او له ځانه جوړه شوې کیسه نه بلکه پر دې مظلوم اولس د ترسره کړل شویو ظلمونو یوه هنداره ده، د شپې مهال په خواږه خوب د ویدو ماشومانو د شهادت کیسه ده، د مدرسې په انګړ کې د سوځول شویو ( ۱۸۰۰) اتلس سوه تفاسیرو داستان دی، د کلونو کلونو زحمتونو ایستلو وروسته د فارغو محصلینو د شهادت او زخمي کیدلو خبر دی، د خاوند په وړاندې د باعفته تورسرې په سر د ظالم د وار انځور دی، د معصوم ماشوم بچي په وړاندې د پلار جان په مرمیو غلبیل غلبیل کول دي، په نیمه شپه د کورو دروازه په بمونو اولوزول او په سپیو باندې د تلاشۍ اخیستلو جریان دی ، د مساجدو د بمباریدلو تصویردی، د کفارو د حتمي شکست الهام دی، او بالآخره د سپیڅلي استشهاد فلسفه ده.

په کتاب کې د هغه وحشتونو وړه بیلګه را اخیستل شوې ده کوم چې شل کاله د انساني حقوقو(!) دعوه دارانو تر سره کړل، لیکوال قلم په ډیر هنر چلولی او هره کیسه یې ډیره جالبه ترسیم کړې.
شل کم درې بجې وې د کتاب پر چپه پښتۍ مې ولیکل:
[وکتل شو] ما باید لیکلي وای چې [ولوستل شو] خو کتل مې ځکه لیکلي چې یواځي په ژبه مې نه دی لوستی بلکه د زړه په سترګو مې وکوت ، او یو لوی درس او تاثر مې هم ورڅخه واخیست.
د مطالعې پر وخت کتاب بالکل ځان ته جذب کړی وم ، ما فکر کاوه چې د صحنې شاهد یم، او د هرې پاڼې په رااړولو به مې راتلونکې هغې ته تلوسه زیاتیدله.

یواځي نیم ساعت وخت د ماسپښین لمونځ او غرمنۍ ونیولو نور نو شهادتونو او زخمونو دې داستان له چا سره د خبرو کولو اجازه هم رانکړه.
هو ! د کتاب بشپړې مطالعې له مانه دومره وخت شاید نه وای نیولای خو ددې داستان ویلو د کاڼي زړه غوښت چې ما نه لاره ، نو ځکه به د هرې کیسې د ویلو په وخت کې په سترګو کې را ډنډ شویو اوښکو بهر ته لار پيدا کوله، او ډیر ځله به د اوښکو د ډيرښت له امله دید خپ شو چې د مطالعې د وقفې سبب به ګرځیدلو.

د کتاب نوم د هغه دردیدلي مسافر زورونکې جمله ده چې د میرمنې په ګډون یې د کور څو غړي شهیدان شوي و، خو ده ورته د حلالې نفقې ګټلو په خاطر هیواد پرې ایښی و او له دې ستر وحشته چې دده هیلې یې خاورې کړې وې په ناخبري کې یې د هغوی د هوسا ژوند لپاره مزدوري کوله.

زه ټولو د لیک او لوست خاوندانو ته بلنه ورکوم چې د تراژیدیو دا داستان دې ضرور ولولولي،
او په آخر کې محترم جاوید افغان صاحب ته د دې اثر د لیکلو د زړه له تله مبارکي وایم او له متعال رب څخه د لا ډیرو بریاوو توفیق ورته غواړم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx