افغانستان

بدخشان کې زلزلې؛ له امله یې ګڼ مالي زیانونه اوښتي

نن ټکی اسیا ( جمعه،۲۸ سلواغه،۱۴۰۱ل): د بدخشان ولایت فیض آباد ښار او ځینو ولسوالیو کې زلزله شوې.

راپورونه وايي چې د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد ښار په شمول د دې ولایت په ځینو نورو ولسوالیو کې زلزله شوې.

د دې زلزلې له امله چې د امریکا د ځمک پېژندني مرکز یې د ریښتر کچه ۴،۷ درجې او مرکز یې د دې ولایت مرکز فیض آباد ښار ښودلی، د لومړنیو معلوماتو له مخي ۷۶ کورونه نړېدلي دي.

یاده زلزله چې د تېري شپې په لس نیمي (10:30) بجې رامنځته شوې، ټکان یې د بدخشان ولایت د اطلاعات کلتور رئیس هم تایید کړي او زیاته کې یې ده چې زلزله د ولایت د مرکز فیض آباد ښار په ۲۱ کیلو مترۍ کې د هندوکش په غرونو کې شوې ده.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې پنځه ورځي وړاندي هم په دې ولایت کې ۴،۴ درجې زلزله شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امیرمحمدافغان

ستاسوپرصفحه ټول تحلیلونه اومطالب زه ګورم ډیرخووندوراودقیق وی مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx