افغانستان

حزب اسلامي (حکمتیار) افغان حکومت سره یو ځای کېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۴مه ۱۳۹۳ل): حزب اسلامي (حکمتیار) ته نژدې سرچینې وايي چې شاید سبا دغه ګوند په کابل کې سیاسي دفتر رسماً پرانیزي.

نن ټکي اسیا خبري وېب پاڼې د زمري په ۱۲مه نېټه دا خبر ورکړ، چې حزب اسلامي حکمتیار په کابل کې خپل سیاسي دفتر پرانیزي او نور به له نظامي فعالیته لاس په سر کېږی. دا خبر نن ټکي اسیا ته له شمشتو (پېښور ته لنډ د حکمتیار پنډغالی) نه یوې باوري سرچینې ورکړی و. هغه مهال سرچینې دا هم ویلي و، چې د دفتر د مشرۍ پر سر شمشتو مېشتو حزبیانو ترمنځ اختلافات زیات شوي وو. د زمري ۱۲ راپور په تړاو حزب اسلامي هېڅ غبرګون نه و ښودلی.

اوس د حزب اسلامي پخواني غړي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کلتوري سلاکار، ډاکټر حلیم تنویر هم دا خبر تایید کړی او پر خپلې فېسبوک پاڼې يې لیکلي دي: « حکمتیار د حزب اسلامي له اجراییه شورا سره یو ځای سبا [زمري ۲۵مه] کابل ته راځي». ښاغلي تنویر دا هم لیکلي، چې ګلبدین حکمتیار نور د امریکا له تور لېسته ایستل شوی دی. که ښاغلی حکمتیار د امریکا له تور لېسته نه وي ایستل شوی، نو کابل ته یې تګ شونې نه دی. په دې خبر کې وايي، چې حکمتیار به پېښور کې د حزب اسلامي له غړو او دفترونو سره په یوه ستر کاروان کې کابل ته راځي. داسې ښکاري، چې ښاغلي حکمتیار دیارلس کاله د ولسمشر حامد کرزي او بهرنیو ځواکونو پر ضد خپل وسله پلویان له پېښوره مقاومت ته هڅول.

تنویر لیکي، چې سبا (شنبه زمري ۲۵مه) به د حزب اسلامي د سیاسي چارو مسئول او حکمتیار ته نژدې کس غیرت بهیر په کابل کې د یوې خبري ناستې له لارې د دفتر پرانیستنه اعلان کړي.

تر دې وړاندې غیرت بهیر د طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي و چې د ولسمشریزو ټاکنو دواړو نوماندانو لخوا دوی سره مسلسل تماسونه روان دي، لیکونه هم سره تبادله شوي او دوی هلته پلاوي هم لیږلي.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې تېره اوونۍ د پوهنې وزیر ډاکتر فاروق وردګ له نورو کابل مېشتو حزبیانو سره اسلام اباد ته سفر کړی و او هلته یې د حزب اسلامي (حکمتیار) له مشرانو سره کتلي و.

د فاروق وردګ سفر په اړه ویل کیږي چې په کابل کې د حزب اسلامي د دفتر د پرانېستې په موخه اسلام اباد ته تللی و.

تر دې دمه د حزب اسلامي حکمتیار کوم چارواکي د دې خبر په اړه څه نه دی ویلي.

د نن ټکي اسیا د زمري ۱۲مې راپور دلته لوستلی شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهید شهید

مسلمانو افغانانو السلام علیکم : لمړی ، د حکومت یاز او حزب سلامی د کابل غلامی اداری او اسغلګرو ته تسلیمی کومه لویه لاسته راوړنه نه ده او دا فتنه اوسنی هم نه ده ، دوهم ،د روسانو سره مقابل کی چه کوم جهاد کیدلو د مجاهدینو له خوا جهاد ولی د دغه څو پلورل شوو تش په نامه رهبرانو له خوا سوړ جنګ ، جنګ سرد یا کولد وار وو چه د امریکایانو په وسلو ، پيسو او وسیلو یی تر سره کوو ، زه لا هغه وخت پوه شوی ووم ، چه دغه پلورل شوی د امریکا د… نور لوستل »

شرافت

زما د معلوماتو په اساس حکمتیار له روژې مخکې کابل ته تللی و، او هلته یی د اشرف غني سره کتلی دی.

جبیرعبرت

پوچ کارتوس) تاویل چی بازدی خوټپوس وختو–په دوسانوکی دووس وختو–دزړه په وینوموروزنه ورکړه –چی زړه تری جوړکړی خوپه پوس وختو–ډیرمو ټولنه کی دروندوتللو–آخیرکی سپک أنډی دبوس وختو–په جهادی هدف یی لوبی وکړی–
خدایګودروس څخه چړوس وختو–دأمریکاپه ډالر ونڅیدو–دخدای له مرستی نه مایوس وختو–
تاوی دده له بخته مخکی به ځو–خودی په خپله کی منحوس وختو–
حزبیانو بل چانه ګیله مکوی–پو چ دخپل جیب نه مو کاتوس وختو–

قاري سعيدخوستئ

خه ده چي جنك يو شي

نوید

مونږ هرکلی یی کوو خدای ج د پخیر راولی او په افغانستان کی د خدای ج په خیر سره سوله او ثبات راولی
مننه

نوید

ددی ترشاه به هم د ای اس ای لاس وی هغوی به حکمتیار ته ویلی وی چی بیرته د خپل هیواد ته لاړ شه او زمونږ اهداف نور له هغه ځایه پلی کړه

ساپي

درنوقدرمنووروڼوسلام. دحكومتيارصيب تگ په نيك فال ونيسئ ځكه چي د دي قدم سپيره دي كه الله ج رضاء وه نودصليبيانوشپي لنډي دي ځكه چي په هرځاي كي چي دي قدم كښيږدي په هغي ځاي اوربليږي اوشاه اوخواء خلك يي په اوركي لولپه كيږي . په جلال ابادكي يوهندومسلمان شوي ول نورهندوان دمسلمان شوي هندوكورته دتسليت لپاره ورتلل اودپلاريي تپوس كاوه چي څه پيښ شول اوپه نه پوهيدي چي زوي دي مسلمانيږي اودحپل دين نه مخ اړوي نوپلاريي ورغبرگه كړه چي په دي حرمونې زه څلورمياشتي مخكي پوه شوي وم چي په حرامزادگئ يي شروع كړي وه اودخپل مذهب سپكاوي يي… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x