افغانستان

د کابل امنیتي مسؤلین؛ د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې قاتل مو نیولی

نن ټکی اسیا ( جمعه،۲۸سلواغه،۱۴۰۱ل): د کابل ولایت امنیتي مسؤلین وایي چې د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده قاتل مو نیولی.

د کابل ولایت امنیه قومندانۍ ویاند خالد زدراڼ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د مرسل نبي زاده او د نوموړې د محافظ اسماعیل د مقتولي د بل ساتونکي (مالیار) له خوا وژل شوي دي.

زدراڼ همدارنګه ویلي چې یاد قاتل چې فرار یې کړی وه، د کشفي عملیاتو په نتېجه کې تر نیول کیدو وروسته یې په خپل کړي جرم اعتراف کړی دی.

یاده دي وي چې مرسل نبي زاده د ولسي جرګې اوولسمه تقنیني دوره کې د کابل خلګو پخوانۍ استازې وه او د دې جرګې د دفاعي کمېسیون منشۍ وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx