افغانستان

د کندهار میرویس روغتون له ۳۵۰ بسترونو څخه ۱۰۰۰ بسترونو ته لوړ شو

نن ټکی اسیا ( جمعه،۲۸سلواغه،۱۴۰۱ل): د کندهار میرویس روغتون له ۳۵۰ بسترونو څخه ۱۰۰۰ بسترونو ته لوړ شوی.

د روغتیایي مسؤلینو په وینا د کندهار ولایت د میرویس روغتون یې له ۳۵۰ بستریز څخه ۱۰۰۰ بستریز روغتون ته لوړ کړی دی.

د عامي روغتیا وزارت اداري مرستیال مولوي اسحاق صاحبزاده وایي چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار میرویس روغتون ته نږدې پنځه زره ناروغان د درملني لپاره راځي او په وینا یې دا شمېره هره میاشت نږدې ۱۵۰ زره ناروغانو ته رسېږي چې په شته امکاناتو یې درملنه نه کیږي.
د ښاغلي صاحبزاده په وینا، د دغه روغتون له پراختیا وروسته به یې پرسونل له ۸۲۰ تنو څخه ۱۵۶۵ ډاکټرانو، قابلو او نرسانو ته لوړ شي.

دغه روغتون د هیواد په سوېل کې تر ټولو ستر روغتیایي مرکز دی او د کندهار ترڅنګ د هلمند، اروزګان، زابل او نیمروز ولایتونو ناروغان هم ورته د درملني لپاره ورځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx