
یویشتمه فی البدیهه مشاعره!
ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)
پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!
۲٥/رجب/۱۴۴۴
د (ګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت !
ستا د مخ کتاب د زړه په سترګو ګورم !
په ځان تېرې ښې او بدې راخورې کړم !
خاطر افریدي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ښکلا د ښکالو کیف یې، زه خمار کړم
ډک به جام کله د مینې له چینې کړم؟
ثاقب خپلواک
خير که شور مې شکايت ته کړي مجبوره
ترېنه جوړې به د امن ترانې کړم !
ګل رحمن رحماني
چې دا ستړى او دردمن امت هوسا شي
مجـ.اهد يم زه په دې هيله پهرې کړم
اکرام الدین مفتون
د ختن د مشکو دور به بيا نه وي !
په وطن کې که لونګ خرې – خرې کړم !
نورالحبيب نثار
چې ابادې دې وطنه سر درې کړم !
بيا به ستا د ښکلاګانو نظارې کړم !
حمدالله فطرت
ستا د سترګو لۀ مسکا به خؤاږۀ اخلم
تغزل به تاو غزل ته لۀ څېرې کړم
منصور درمان
که مي ټوله شاعري را وړم ایله چي
دواړه ورځې دي کږې وږې نغمې کړم !
محمودي انصار
د درد ګوتې د یارۍ پر نبض کېږدم !
د وفا او ځوانۍ هیلې درنه مړې کړم.
راشد جالب
تۀ دي خپل د غرور پلنډه شاته کښېږده،
زۀ به سترګي ګنهګاري در کږې کړم !
وکیل احمد متوکل
ښـکلاګانې دي يوه – يوه پېيمه !
ترې را جوړې دې دمات حسن تسبې کړم
معاويه زيارمل
که دا ستا د مخ دیدن راته رسېږي
زه به خپلې هیلې ستا مخ ته ایرې کړم
عزیزالرحمن ایاس
نور به څومره چوپه خوله يم ستا فراق ته؟
نور نو صبر به تر کومې اندازې کړم؟
حماد ماليار
ستا د حسن په جلو کې را حصار یم !
بې له تا نه ښکلیه چاته ور نارې کړم ?
مفکر رښتین
ستا د عشق پر کور کومه طوافونه !
خپلې اوښکې دزمزم سپينې چينې کړم
م هاشم ذاکر مهاجر
د ډګ زړه سره ناهیلي غوندې څړیکې
د دردونـو پـه بستر بانـدې ویدې کړم
مستغفر ګربز
زۀ به ستا مشقینې زلفې یادومه
که آرمان به دې د ورکې قوارې کړم?!
عبدالستار رسان
پرېږده ټول مې لیونی وبولي یاره !
ستا غمونه به پر ځان څپې – څپې کړم !
حافظ زاهدمل
پۀ تقدیر د الهي مې عقیده ده
د تدبیر لۀ جبر هسې اندېښنې کړم
منصور درمان
ددې خلګو د نظر غشي تېره دي !
په دې ښار کې حیا آن له اینې کړم !
جهادي عمري
رياضت مي په سل چنده شي لا زيات شي !
را په زړه چې ستا د مينې ولولې کړم !
مفتي لاهوتي
ښه په مينه او په ناز – ناز يې را لوی کړم !
احسانات به څنګه هېر زه د ادې کړم؟
منصور غزنوي
وخته څومره ناکردۍ دې په ما وکړې !
چې محتاج دې د دوه مخې زمانې کړم !
عنایت الله عرفان
زه خپل حق له هر غاصبه په زور اخلم
کونډه نه یم چې دښمن لره ښېرې کړم
مهاجر زاهد ساپی
سوالګر نه یمه مرګی را نېږدې شوی !
اخلاص وکړه تور لحد ته مې جامې کړم !
غازي انګار
که په تخت دسلیمان زه مشرف شوم !
ورک به واړه رقیبان ستا له کوڅې کړم !
حسن بلال
که چا بیا هیواده بد نظر در وکړ !
پر اورمیږ به یی دجنګ تورې تېرې کړم !
حنیف مظهري
مسلمان یم همدا څو سیخې مې زده دي !
منافق نه یم چې چا سره کږې کړم
احمدګل ریان
تصور کې دې انځور د مخ تصویر کړم !
ښکل دې ګرانه ټول حرفونه د نامې کړم !
یعقوب شجاع
له وختو درپسي ګرزمه جانانه !
تږې سترګې به په تا کله مړې کړم?
سیف صدیق
ستا د حسن نندارې ته مې راوړی
مهجور زړه به مې په وصل کې ټوټې کړم
ګمدل
د دنيا حسن چې تا باندې تمام دى
څه صفت به دې د هار او شرشرې کړم
نورالحبيب نثار
د زړګي دنکه ماڼۍ مې را چپه شي !
چې رایادې دې د وصل خاطرې کړم !
هلال مهاجر
د زړه وینې درته درکړم، زړه دې یخ شي
د غم پېټی چې د څانګې نه را پرې کړم
عبدالوهاب مومند
ته خو ښه یې د ځوانۍ په خوب ویده یې !
زه له خپل قسمت ناراضه یم ګیلې کړم !
ریحان وردګ
تۀ چې لاړې, پسې لاړې, بې وفا شوې !
زه به تاو له زړه دصبر زولنې کړم !
احمد غازي
لاس چې لپه کړم د خپل بادار دربار ته !
نذرانه ورته د اوښکو دُر دانې کړم
حمدالله فطرت
د هجران تنور دې تود ساتم لالیه !
خپلې هیلې غلې – غلې ورپسې کړم !
جهادي عمري
لمر ډوبېږي او ورکېږي تللي پلونه
انتظار به اوس د کومې قافلې کړم?
ګل رحمن رحماني
چې تر څو به پسې تږی – تږی ګرځم؟
چې تر څو به يې وصال ته شوګيرې کړم؟
عاطف لاروی
هغه خوږ به بیا ونه وینم په سترګو !
که له ډېره درده چغې کړم، نارې کړم.
مهاجر زاهد ساپی
چې د پاک حسن الهام ور څخه واخلي
د زړه رنځ ته مې د چا سترګې کږې کړم?
ثناءالله معصوم
د غرور دنګه ماڼۍ به یې چپه شي !
که د سوي زړه ښېراوې ورپسې کړم
مخبت وردګ
ته رایاد شې زه تکیه دیوال ته وکړم !
داسې څوک نه وي چِ سترګې پرې خوږې کړم
طالب عباس
د حجرې دروازه خلاصه کړه زړګيه !
چې کې ښخې ځوانيمرګې خاطرې کړم !
هاشم ذاکر مهاجر
سکون نشته د بېلتون په ښار را ګډ یم
د غم شور دی د سلګیو بدرګې کړم!
خالد احسان
ښوروه مې د یار غمه تر سهاره !
هسې نه چې دزړۀ څړیکې مې ویدې کړم !
رحمت الله ګرم
دیوسف کیسه یې ټوله په ما زده کړه !
وخت شاګرد د دولسمی سېپارې کړم !
عنایت الله عرفان
نور خو هر څه بس ترخه راته ښکاريږي
په درود به د جانان شونډې خوږې کړم !
حيدري جان
د ټپي زړه زندګي مې پکې نغښتې
د محبوب د يادولو وظيفې کړم
عاطف لاروی
زۀ جرس د معیاري پنځ یم پنځکره !
تاو به ستا لۀ غزل تورو نه نغمې کړم
منصور درمان
دنګ چنار یم پرهرونه مې ټکور دي
په ګودر به خپلې څانګې را خورې کړم
احمد بهار بهیر
پای.
ستا د عشق پر کور کومه طوافونه !
خپلې اوښکې دزمزم سپينې چينې کړم