ټولنیزه برخه

درې کیسې او د هغو پایلې

حامد افغان

لومړۍ کیسه:
○ زوی مې ویده شوی و، خپل د لوبو ایپیډ یې برق ته نه و ایښی ، هغه ما برق ته ورکړ، سهار چې راپاڅید ډېر خوشاله شو او زما نه یې زیاته مننه وکړه. بله ورځ یې بیا ایپیډ برق ته نه و ورکړی او ما ورته کېښود، په سهار یې خبره بابیزه وشمیرله، هیڅ یې هم ونه ویل! دریمه ورځ هم همداسې تکرار شوه، هیڅ به یې هم ونه ویل.

څلورمه ورځ زه ناوخته، له کاره ستړی راغلم، ایپیډ او هیڅ شي ته مې پام نه شو، سبا سهار مې چې زوی راپاڅید، ایپیډ یې ولید چې برق ته نه دی ورکړل شوی؛ نو مخ یې تروش او تندی ګونځي ونیو … ان سهار ناشته یې لا نه خوړله، بړوس ناست و، ماته یې له څنګه کتل، ګواکې برق ته د ایپیډ نه ورکولو ګناه مې نابخشودنی ده!

دویمه کیسه:
○ بله واورئ، یو ملګری مې عادت کړی و، هر وخت به مې موبایل ورته کوه، د روغ رنځور پوښتنه به مې کوله، د اولاد او خپلوانو حالات به مې پوښتی. بله ورخ ناروغ شوم، ناروغي مې څو میاشتې اوږده شوه، ډېر وخت روغتون کې وم، بیا له کوره نه شوی وتلی، ان ډېره موده خو موبایل کې د خبرو هم نه وم. چې روغ شوم یوه ورځ مې بازار کې ولید، نه راته موسکی شو، نه یې د روغ ناروغ پوښتنه رانه وکړه، بلکې په تریو تندي یې راته کړه: اوس خو مو ان موبایل کې هم پوښتنه نه کوې، دنیا دې زیاته شوه اوس درشکه غټه سوه!

دریمه کیسه:
○ دریمه کیسه داسې ده چې پینځو وروڼو ته له پلاره ډېر جایداد پاتې سو، هغه یې په ګډه په کرایه ورکړ، دوی کې یو یې شتمن و، هغه نورو وروڼو ته وویل: په دې کرایه تاسو ګذاره کوئ، زه الحمد لله وس کې ښه یم، څه وخت وروسته شتمن ورور تجارتونو کې زیات تاوانونه وکړل، نو حالت یې بېخونده سو، له مجبوري یې یوه ورځ وروڼه کېنول، خپل مشکلات یې ورته بیان کړل او راتلونکي وخت کې یې د پدري ګډ جایداد کرایه کې خپله برخه وغوښتله. دوی یوه بل ته په تعجب وکتل او مخونو کې یې د تعجب او انکار نښې ښکاره شوې!!

پایلې:
○ د زوی کیسه کې مې چې د هغه چلند ولید د یوې اونۍ لپاره مې ایپیډ ورنه واخیست، وروسته مې په دې شرط ورکړ چې پخپله به یې پخپل ټاکلي ځای کې برق ته ورکوی، د هغه په ځانګړې المارۍ کې به یې خوندې ږدي، داراز به خپله بستره پخپله خوندې کوي او خپل ټول سامان به پر ځای او کنترول لري. په دې توګه مې هغه ته د قانون په رڼا کې خپل مسؤلیت وروښود، دا هغه مهال چې ان د خپل پلار د لوړ اخلاقي چلند په پېژندنه کې ناکام شوی و.

○ ملګري سره مې اړیکې له صمیمیت نه عادی حالت ته راوایستلې او بالمثل چلند مې ورسره پیل کړ، پایله کې ملګرتیا په عام شناخت بدله شوه، لنډ سلام علیک، کله خو روغبړ او ښه جوړ ان د لاس په اشاره کافي بلل کیدل.

○ هغه پینځو وروڼو خبره محکمې ته ورسوله او هر یوه ته د قانون له وېش سره سم خپل حق ورسید، خپلو کې سره خپه او ان عام مناسبات او ترمنځ یې تګ راتګ هم ختم شو.

نتیجه:
د نن زمانې اکثره خلکو سره د میني او احترام په چلند هغوی ګومان کوي دا زموږ ثابت حقونه دي! او نور باید له دوی سره همداسې واوسي، که څه هم په کار خو داسې ده چې د میني او احترام مقابل کې ورته چلند وکړل شي، خو د وخت ډېری خلک داسې نه کوي، بلکې هغوی د ځان احترام او له هغه سره مینه درباندې لازمه بولي! دې بې انصافه چلند په عمومي توګه د خلکو پر غوره اخلاقو ناسم اغېز کړی، بناء خلکو سره په ښه او غوره چلند کې #هوښیار او محتاط اوسئ.

یادونه: د دومره اوږدې لیکني په لیکلو څو ساعته وخت لګیږي، دا لیکنه هغه وخت زیاته ګټوره ګرځي چې ډېرو خلکو ته ورسیږي او دا کار ستاسو په مرسته کیدلی شي، یعني ستاسو په لایک، کمنت او شیر سره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx