افغانستان

عدلیه وزارت؛ ۲میلیون او ۴۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه پېژندل شوې

نن ټکی اسیا ( شنبه،۲۹سلواغه،۱۴۰۱ل): عدلیه وزارت وایي چې په هیواد کې ۲میلیون او ۴۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه پېژندل شوې.

یاد وزارت چې د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو د کمېسیون مشري کوي وايي چې دې کمېسیون د خپل فعالیت له پیل راهیسي د هیواد په مرکز او ولایتونو کې ۲ میلیون او ۴۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه پېژندلې چې ۳۰۰ زره جریبه ځمکه یې د غاصبینو له منګولو راګرځول شوې ده.

یاد وزارت همدارنګه د تېر حکومت د مرستیال محمد قسیم فهیم د فرمان په بنسټ د کابل په شېرپور سیمه کې د وېشل شویو ځمکو په اړه وایي چې په نږدې راتلونکي کې به دغه ځمکي هم وڅېړل شي او د شتون پر مهال به غصب شوي ملکیتونه بیرته راوګرځول شي.

دا په داسي حال کې ده چې په تېرو شلو کلونو کې زرګونه جریبه دولتي او شخصي ځمکي د زورواکو لخوا غصب شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx