ټولنیزه برخه

د واکمنو او رعیت تر منځ د حقوقو او مسؤلیتونو ویش د حضرت ابوبکر (رض) د لارښوونو په رڼا کې

دکتور عبید الله برھاني

له ډیموکراسۍ او عصري نظامونو څخه ډير پخوا بلکې نږدې پينځلس پیړۍ دمخه، د حاکم او ولس ترمنځ په مسايلو او پريکړو بحث مباحثه او نقد و, حاكم به له ولسونو غوښتل چې دنظام په چارو څارنه وکړي, د سمو کړنو یې ملاتړ وکړي او په نا سمو کړنو نيوکې وکړې پري نږدې چې حاکم خپل سري وکړي, خو نن بدبختانه حاکم او چارواکي ولس ته د نقد حق نه ور کوي, ځانونه د ولس پر وړاندي جوابده نه بولي, داستبداد چاپېريال او کلتور کې متملقین او ستاين کوونکي واکمن تر نيوکو پورته بولي, چې داسې ماحول کله هم د يو نظام د بقا او د ولس په ګټه نه وي او پايلې يې وخيمې وي۔

د اسلام د لومړي امير المومنين حضرت ابوبکر رض هغه خطبه چې د خپل واک په پيل کې يې ولس او امت ته ور کړې وه، د اسلامي نظام اساسنامه وګرځيدله!
هغه رض فرمايي:
ای خلکو ! زه پر تاسې واکمن وتاكل شوم , خو له تاسو څخه غوره نه یم.

که تاسو وليدل چې زه په سمه روان وم, کړنې مې سمې وې، نو زما مرسته او ملاتړ وکړئ، او که مو وليدل چې ناسم روان شوم اوناسمې کړنې تر سره کوم, نو زما مخه ونيسئ, ما سمې او اصلاح ته را وبلئ۔

زما اطاعت په هغه څه کې وکړئ چې الله تعالی درته امر کړی وي, که زه په ناسمه روان شوم بيا نو پر تاسو زما اطاعت نشته۔
ريښتيا يو امانت دی او دروغ خیانت دی او په تاسو کې ضعیف زما لپاره قوي دی, تر څو هغه ته خپل حق ور کړ‎م, او قوي له تاسو زما لپاره ضعيف دی تر څو ترې د ضعيف حق واخلم,

پر دغه خبره خپلې خبرې راټولم ,هم ځان ته او هم تاسې ته د الله تعالی څخه مغفرت غواړم)

په دې توګه حضرت ابوبکر الصدیق رض اعلان وکړ چې د ملت رايه او نقد ددرناوي هم دی او اساس د نظام او واک هم دی او ځان د امت پر وړاندي جوابده بولې۔
د حضرت ابوبکر رض د نظام اساسنامه په لاندي مادو مشتمله ده:

أوله ماده:
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته لومړی حاکم: حضرت ابوبکر رضي الله عنه دی هغه انسان چې الهام ورته نه کيږي، هغه د حکومتدارۍ يوه داسې بريالۍ بيلګه جوړوي, چې د الله او د الله درسول په تعليماتو ولاړ حاکمت او د ملت په خوښه او څارنه واک چلول دي۔

دوهمه ماده:
هيڅوګ حق نه لري چې د ملت د چارو واک په خپل سر په لاس کې واخلي, مګر هغو چې ملت يې خپلو چارو ته وټاکي, ځکه ملت د الحُکم لله په دایرہ کې د واک سرچينه او څښتن دی, دا د ملت اصيل حق دی چې چا ته واک ورکوي او څوګ له واکه ګوښه کوي,پرته د ملت له خوښې او رضا څوګ هم د واک او قدرت د اخيستلو حق نه لري۔

دريمه ماده:
هغه څوګ چې دملت مشري ور ترغاړه کيږي بايد تر ټولو ښې وړتياوې ولرې, نه دا چې تنها ښه سلوک او ښه صدقات ور کونکی وي,
که چرته دوو کسانو وړتيا هم لرله او ښه سلوک يې هم لاره او صدقات يې هم ورکول, نو هغه به ټاکل کيږي چې دوی کې څوګ تر بل ښې وړتياوې ولري۔
په دې کې شک نشته په چارو کې وړتياوې توپير لري, چرته به يو شخص په يوځای کې ښه وړتيا ولري, خو بل ځای کې به هغسې نه وي, نو بايد هر ځای لپاره مناسب او وړ شخص وټاکل شې, رسول الله ص د سلاسل غزا مشري حضرت عمرو بن العاص رض ته په داسې حال کې وسپارله چې په لښکر کې حضرت ابوبکر، حضرت عمر او ابوعبيده بن الجراح رضی الله عنھم پشان ستر ستر شخصيتونه هم و,هغوی يې د عمرو بن العاص تر مشرۍ لاندي کړل۔
د اسامه بن زید بیرغ یې د هغه پوځ په سر ونیو چې په هغه کې ابوبکر او عمر رض هم شامل وو. دا اصل د هغه له وینا څخه اخیستل شوی: (او زه له تاسو څخه غوره نه یم).

څلورمه ماده:
که يو څوګ د يو ملت حاکم شې,نو په دې هغه تر ملت نه غوره کيږي, بلکې غوروالی په ښو اعمالو او ښه سلوک تر لاسه کيږي, که حضرت ابوبکر ابوبکر رض غوره شخصيت و, نو په دې غوره نه و چې ګواکي واکمن دی, بلکې په دې غوره و چې هغه ښه اعمال لرل, ښه سلوک يې لاره,ښه دريځونه يې لرل, او د دې خبرې اساس هم د هغه له قول څخه اخيستل شوای( لست خيرا منکم) چې هغه کله واکمن وټاکل شو نو هغه وويل: زه له تاسو غوره نه يم۔

پنځمه ماده:
ملت حق لري چې د واکمن څارنه وکړي,ځکه چې ملت د واک سرچينه ده,او د واک سپارلو او د واک څخه د ګوښه کولو حق هم د ملت دی.

شپږمه ماده:
واکمن يا حاکم په ملت باندې دا حق لري چې چارو کې ورسره مرسته وکړي,ځکه ملت دحاکم سره په مسوليت کې شريک دی, په وخت د ضرورت کې بايد ملت د حاکم تر شا ودريږي,ملا يې ور وتړي
دا وینا هم د هغه له قول څخه اخیستل شوې: (که تاسو وليدلم چې سم روان يم نو زما سره مرسته او ملاتړ وکړئ).

اوومه ماده:
پر ملت باندې د حاکم دا حق هم دې چې بايد د ناسمو کړنو څخه يې را وګرځوي, کله چې حاکم ناسمې کړنې تر سره کوي ,نو ملت يې بايد مخه ونسې او سمې لارې ته يې لارښونه وکړې۔
دا هم دهغه‌قول دی: ( که تاسو ولیدلم چې زه په ناسمه روان يې ما راوګرځوۍ).

اتمه ماده:
ملت حق لري چې د خپل واکمن سره په مسايلو او پريکړو مباحثه او محاسبه وکړي, او څه چې دوی سم ويني هغه پر حاکم ومني نه چې حاکم څه سم ويني هغه پر دوی ومنل شي, دا هم د هغه قول څخه را اخيستل شوې خبره ده ( که تاسو وليدلم چې په ناسمه روانه يم پس زما مخه ونيسئ ما را وګرځوئ)

نهمه ماده:
څوګ چې د يو ملت د کومې چارې مسوليت واخلي, هغه بايد داسې روښانه پلان ورته ولري چې ملت پرې خبر هم وي او د ملت په خوښه هم عملي شي, نه دا چې څنګه د حاکم خوښه وي هغسې پرې عمل وشي۔

لسمه ماده:
د هغه له قول څخه اخیستل شوی: (زما اطاعت هغسې وکړئ لکه څنګه چې زه ستاسې په چارو کې د الله اطاعت کوم, که زه سرغړونه وکړم, بيا نو پر تاسې زما اطاعت نشته). دوی د هغه د‌ ذات لپاره د هغه اطاعت نه کوي، بلکې دوی د هغه قانون پیروي کوي چې خدای تعالی د دوی لپاره وضع کړی دی، او دوی د ځان لپاره غوره کړی، حاکم مکلف دی چې دا قانون‌ هم پر ځان او هم پر دوی پلي کړي, خو که سرغړونه وکړي نو بيا پر ملت د هغه اطاعت نشته۔

يوولسمه ماده:
د قانون په وړاندې ټول خلک يو برابر دي، او قانون په ټولو يو شان تطبيق کيږي,قانون په ځواکمن هم هغسې تنفيذيږي لکه څنګه چې پر کمزوري تطبيق کيږي۔

دولسمه ماده:
د حقوقو خونديتوب, د ټولنې د ټولو وګړو حقوق که افراد دي او که ډلې يو شان خوندي دي, نه د کمزوري حق د هغه د ضعف له امله ضايع کيږي, او نه د ځواکمن حق د هغه د قوت له امله خوندي کيږي,

ديارلسمه ماده:
د حقوقو په خونديتوب کې د ټولنې توازن ساتل دي, د ځواکمن څخه د بل حق اخيستل او هغه ځپل ترڅو له زوره وغورځي, او کمزوري ته د هغه حق سپارل ترڅو هغه د احساس کمترئ څخه وژغورل شي ,داسې نه چې ناسمه لار غوره کړي۔
دا او پاس دوه اصلونه هم د‌هغه د قول څخه اخيستل شوي( ستاسې ځواکمن ما لپاره کمزوری ,تر څو ترې د بل حق واخلم او ستاسې کمزوری زما لپاره ځواکمن دی تر څو ورته خپل حق وسپارم)

څوارلسمه ماده:
حاکم او ملت بايد د سمون او اصلاح د ګډ مسوليت احساس ولري, او تل بايد دا احساس وکړي چې په دې مسوليت کې لا هم پاتې دي, تر څو په کلک عزم او اراده خپلو کوښښونو ته ادامه ور کړي, تر څو د هغه الله تعالی څخه ځانونو ته مغفرت وغواړي ,کوم الله تعالی چې د دوی څارنه کوي۔
او دا هم د هغه رض د قول څخه اخيستل شوي اصل دی چي فرمايي( او په دې خبره خپلې خبرې را ټولوم, چې هم ځان ته او هم تاسې ته د الله تعالی څخه مغفرت غواړم۔

دا هغه څه دي چې د اسلام لومړي خليفه څوارلس پېړۍ وړاندې ويلي او پلي کړي، نو نن متمدن ملتونه چېرته دي؟
ایا ابوبکر رض دا خبرې د خپل فکر او نظرياتو په بناکړي؟
نه بلکل نه, بلکې دا يې د اسلامي تعليماتو او اساس پر بنا کړې دي.
د‌دې خبرو پايله څه ده?

دا چې د اسلام او مسلمانانو لومړی امير المومنين حضرت ابوبکر رض چې د عشره مبشرو څخه هم دی او نبي عليله السلام ته تر ټولو نږدي ملګری هم دی, هغه د ولس راېې ته درناوی لري, د واک څښتن ولس بولي,له خلکو غواړي چې د‌ ده څارنه وکړي ,د سمو کړنو او کارونو څخه يې ملاتړ وکړي ,او چې ولس ته وبريښي چې دی رض ناسم روان دی يا يې کړنې ناسمې دي ولس حق لري د هغه مخه ونسې, نقد پرې وکړې ,بحث او مباحثه ورسره وکړي او هغه سمې لارې ته را وبولي۔
يعني حضرت ابوبکر رض په څير لوړ سپيڅلی شخصيت د خپل ولس نقد مني, د بیان ازادې ته ځان ژمن بولي او په واک کې د ولس ګډون مني او ځان د ولس مخ ته جوابده بولي!

نو زموږ‎ او د اسلامي نظام لپارہ به تر ھغه بھتر بل څوک وي چې اقوال یې ځانونو ته فرامین وگرځوو او پر تنفیذ یې د ټولنې نیکمرغي او د الله رضا حاصله کړ‎و!

و من الله التوفیق
___________

دکتور عبید الله برھاني

فبرورۍ ۱۸/ ۲۰۲۳ م
کیلیفورنیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx