ټولنیزه برخه

رسنيز دعوت ته جدي اړتيا ده!

حسان مجاهد

په هره زمانه کې ددې هڅه شوې، چې باطل خپور شي او باطل له حق سره ګډ شي، خو د زمانې په اوښتون سره ددې کار په وسائلو کې تغيرات رامېنځته کېږي. په نن زمانه کې له صوتي، چاپي، بريښنايي او ويډيويي لارو څخه باطلو ادیانو او افکارو ته په پراخه پيمانه شپه ورځ دعوت روان دی او خلګ له خپلې سمي لارې څخه منحرف ګرزوي. په نتيجه کې يې ډير مسلمانان په خپل دین او اسلامي ارزښتونو بې باوره او په فکر، عقیده او کلتور کې پردي شوي دي. ددې ټولو ناخوالو ستر لامل کيدای شي، د دعوتګرو غفلت او د باطل پرستو له پټو پلانونو څخه ناخبري وي.

په دې اساس نن هر مسلمان په ځانګړي توګه د رسنيو فعالانو ته دا لازمه ده چې په رسنيز ډګر کې د غږيزو اصدراتو، ويډيوګانو او مقالو په توسط خپل دعوت پیل کړي، د وړو مسائلو له بحث، شخصي روابطو، لهو لعب څخه تیر شي او معاصر باطل ادیان او افکار وپيژني او بیا مسلمانان ترې وژغوري. دمدارسو طالبان، د مکتبونو محصلين او نوي فارغ شوي علماء بايد د ليکوالۍ او نطاقۍ په فن کې مهارت ترلاسه کړي، د معاصر دعوت اسلوب او اسباب وپیژني او له خپلو ورځنيو دندو پرته ميډيا ته سر ورښکاره کړي چې داسلام او مسلمانانو په خلاف څه روان دي، داسلامي امت د انحطاط لپاره څومره کفار يو لاس شوي او څومره يې خپل کار ته کار ويلی ده؛ ترڅو ددعوت او مبارزې روحیه يې ګړندۍ شي او د حق په ګټه او باطل په وړاندې دمبارزې تشه په را ډکه شي؛ ځکه اسلامي نړۍ نن ورځ مخلصو، مصلحو او ماهرو دعوتګرو ته ډیره اړتیا لري.

که حالات همداسې روان وي او مبارزه دګوتو په شمېر محدود کسان پر مخ وړي نو لري نه ده چې په اسلامي ټولنو کې میشت وګړي به کفار دخپل ځان اتباع وګرزوي او دخپل دين او هيواد پر وړاندې به يې تر څنګ ودروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx