
د دنیا پای، چې بېرته يي پیل شو!
دادمحمد ناوک
نستوه نادري ښه قلم لري، دی د دری ژبي د خولهور شاعر پرتو نادری زوی دی، چې په یوه خصوصي تلویزون کې له ژورنالیستیکي فعالیته په خورا بریالي پلان سره په ځوانه ځواني پلسوخته ته ورسول شو.
دی ښايي یوازینی روږدی وي چې په درملنه کې يي خپل همت هم بارز رول درلود، روغ شو او د خپلې روږدتیا په څو کلنه دوره يي جالب اثر ولیک؛ څه د ده د نثر خوږلني، څه د دې جالب ژوند د پټو عکاسیو ننداره د دې علت شوه چې «پلسوخته، اخر دنیا» ډېر ژر په پښتو ژباړه کې هم چاپ شو او ځوانې طبقې ته يي ایله دا حس ورکړ چې روږدي کسان هم فکر کوي!
وړاندې تر دې داسې تصورېدله چې روږدي کسان ښايي یوازې همدا ظاهري جسدونه دي چې ښکته پورته کېږي، نور نه درد احساسوي، نه یخ احساسوي، نه عواطف لري او نه د تېر شوي ژوند په کیسه کې دي، خو د دې کتاب لوستل سړی باوري کوي چې د دې لوغړن جسد په پټو کې داسې څوک نغښتي چې د یو جامع انسان ټول تصورات يي ځانګړنې دي.
کتاب کې ټولې هغه جرړې هم ښوودل شوې چې څنګه به په لوړه دولتي سطحه ځوانان د عذاب دې کندې ته ټېل وهل کېدل، مواد ورته رسول کېدل او په دې لار کې له هیڅ ډول شتمنۍ کارونې، ښځینهو کارونې او دولتي ځواک کارونې صرفه نه کېده.
خو کله چې د دنیا اخر، د نوې دنیا په پیل بدل شو!
په مسلمانه ټولنه کې خپل حاکمیت تر دې اندازې چې د تر لاسه کولو لپاره يي حتی ککرۍ نذرانه شي، ځکه مهم کړ شوی دی، چې له خپل حاکمیت سره تصامیم خپلېږي، واک خپلېږي او پخپلو تصامیمو او واکونو کې د خپلو معیارونو پر اساس اقدامات کېږي، چې بیا نو پټې توطیې، پټې بلاوې او افتونه هم له بېخه ایستل کېدای شي.
ځینې فکر کوي چې د مسلمانانو بریا یوازې په همدې خلاصه کېږي چې د اقتدار تر څوکۍ پر ملي لباس ملبس دیني مخور تکیه ووهله؛ خو نه، دې واک د ډېرو داسې بلاوو مخه هم ونیوله، چې د ملت له تدریجي ځپل کېدو سره سره لا هم سلامت ملت پرې خبر نه و، د داسې پروژو جرړې يي هم وایستې چې ظاهري پوښ يي خورا رونق درلود، خو په اصل کې د دې ملت د ځوانې طبقې د بنیادي نابودۍ لپاره کارول کېدې او دې حاکمیت د پلسوسخته خونړۍ قتلګاه د ژوند په پیل بدله کړه، له همدې ځایه سلګونه ځوانان را وایستل شول، چې هر یوه پسې د یوې کورنۍ درد تړلی و، په نتېجه کې د دې ملت سلګونو کورنیو ته هغه ژوندي مړي، بېرته ژوندي را وګرځېدل چې دوی ترې لاسونه مینځلي و او ګام په ګام يي د دوی د ذلت ننداره کوله.
خپل حاکمیت همدې ته وايي، چې د مرګ له کومې خپل ملت را وباسي!