نظــر

څنګه له نيمې نړۍ يې د ژوند د پاي لقب خپل کړ؟

احمد منصور

روسته له هغه چې اميرالمؤمنين اړونده ادارو ته د معتادیانو د راټوله ولو فرمان صادر کړ په ټول هېواد کې روغتونو ته ليږدولو کمپاين يې پيل شو په همدې لړ کې پل سوخته هم له روږدو پاکه د رغونې او مزين کولو چارې يې په چټکۍ روانې شوې نو د رسنيو سر ټکی ، د خواله رسنيو ګرمه موضوع شوه په کور دننه او بهر د امارت دا اقدام وستايل شو د ملت د خوښۍ لامل شو هغوي چې پرون له همدغه ځاي څخه تغذیه کېدل په هغوي دا عمل سم موټر بم تمام شو بده ورځ خو پرې لا پرون يک شنبه وه چې پل سوخته کې درې ورځېنی د کتاب نندارتون پرانېستل شو زيات شمېر هېواد والو ترې ليدنه وکړه.

یاده وړه نه ستره لاسته راوړنه ده که يو څوک د يوه معتاد کورنی حالت درک کړي چې سرپرست يې ژوندی مړ وو او دوي په څومره احتياجی کې ژوند کاوه له امارت څخه د مننې الفاظ به ونه لري تر څنګ به تېر هم ور په زړه شي هغه شل کلن د بشر مدافعین چې ځانونه يې بلل در ياد به شي چې د هغوي خو د راتګ يو هدف د نشه يي توګو ورکېدا وه خير بیا ولې؟ د دې په ځاي چې ورک شي لا زيات شول د طالب په تېره واکمنۍ کې خو پل سوخته د افغانانو قتل ګاه نه وه څنګه له نيمې نړۍ يې د ژوند د پاي لقب خپل کړ؟ دوي خو ادعا دا وه چې مونږ د زمکې لاندې هم اشيا ليدلای شو د نشه يي توګو پلورونکي خو د زمکې تل کې نه ول په سر يې ګرزېدل ولې يې ونه شوای ليدلای؟ پل سوخته خو نه د هلمند دښتو کې وه او نه شمشاد په غرو کې د کابل په زړه کې يې موقعیت درلود بې شماره ډالرو سره ولې روږدي د درملنې لپاره روغتونو ته نه بول؟ له امکاناتو، بوديجو او زور سره سره يې چې دا وړۍ شړۍ نه کړه معلومیږی چې سوری د دوي له لور پکې شوی و.

د پل سوخته لاندې مخلوق امريکا او غلامانو ته يې لنګه غوا وه نن چې د طالب په دې سترې لاسته راوړنې ساکت دي او يا يې ميډياوال تت ښايي نړۍ ته مخ نه لري د طالب دا اقدام به د تاریخ زرين باب شي کوم کار څخه چې ټوله نړۍ عاجزه وه هغه عمل نوی او له هر لحاظ کمزوری نظام يې آنجاموي بدنه يې مخلصه ، ژمنه او اطاعت کوونکې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx