نظــر

د اسلامي امارت کارمندان بايد هېواد او ملت ته ژمن وي

استاد عبيدالله دقیق – کابل

يادونه: الله شاهد دی چې دا ليکنه د نظام د اصلاح لپاره شوې ده او هيڅ شخصي غرض نشته، نه مې په کې کوم شخص ته اشاره ده، مګر په عمومي توګه چې ما کوم مشکلات لیدلي او زه يې دردولی يم، دا موضوع ليکم.

دولتي ادارو ته تلونکی هر شخص بلا ډېر مجبوريتونه او مشکلات لري او د خپلو مشکلاتو د حل لپاره دولتي ارګان او اړونده ادارې ته مراجعه کوي، د حکومت په چوکاټ له پخواني وخت راپاتې ځينې خراب عادتونه، بيوروکراسي او کاغذپراني هغه سپېره ستړيا ده چې مراجعين يې له مشکل سره مخ کړي دي، همدا راز په دولتي ادارو کې د مراجعينو نابدلتيا هغه څه دي چې له امله يې مراجعين له مشکلاتو سره مخ کړي دي.

دا خو هر چا ته معلومه ده چې په نظام کې يوازې رهبري او ځينې نور امنيتي او استخباراتي ارګانونه د اسلامي امارت د مشرانو په لاس کې دي خو په لوړه او دوهمه درجه مشرانو کې نور پخواني مامورين او کارمندان هم شته دي او په ښکته ټولو ادارو کې پخواني مامورين او کارمندان لګيا دي او خپل وخت تېروي، خو دوی چې څومره افغانستان او خلکو ته په بد نيت کې دي هغه يوازې هغه چاته ښه معلوميږي چې له نږدې ورسره سر و کار لري.

مګر دا هم له انصاف او حقيقت نه لرې ده چې څوک ووايي چې پخواني ټول کارمندان بد خلک دي، داسې هم نه ده  په پخوانيو کارمندانو کې ځينې داسې دي چې ښايي د اسلامي امارت له ځينو مجاهدينو هم ښه وي، خو اکثريت يې چې موږ ګورو او ورسره مخ کیږو، سم خلک نه دي.

زما دا ليکنه دې خدای مه کړه د افغانانو ترمنځ د نفاق او نفرت اچولو لپاره نه وي مګر په کراتو کراتو مې دا احساس کړې ده چې يو شمير پخواني کارمندان چې اوس د اسلامي امارت په چوکاټ کې کار کوي، نه د هېواد په ګټه دي او نه هم د نظام په ګټه، مګر يوازې د خپل وخت او معاش اړولو او د نظام د تخريب او بدنامۍ لپاره کار کوي.

دوی د خپلې ځانګړې چاپلوسۍ او فرېب په مرسته کوشش کوي چې مشرانو ته دوکه ورکړي او ځان ورته ژمن، په کار پوه او وفادار وښيي، خو د مشرانو خوشباورۍ او ښه نيت نه دوی بده استفاده کوي او د هغوی په سترګو کې خاورې اچوي.

همدا راز هغه مراجعينو سره چې مجاهد وي او پګړۍ او زلفې ولري د ډېر خوشامند سره کار ورته کوي، مګر هغه عام مجاهدين چې ځان ورته مجاهد ښکاره نه کړي او په اصولی توګه وغواړي اداري چارې پرمخ يوسي، د هغوی لپاره بيا مشکلات پیدا کوي او په يوه او بله پلمه يې کارونه ځنډوي او تکليف ورکوي.

نو د اسلامي امارت له مشرانو مې غوښتنه داده چې په هره اداره کې د کارمندانو د نظارت لپاره يوه کمېټه وټاکي او هغه څوک چې له مجاهدينو او عامو مراجعينو سره بده رويه کوي، په يوه او بله پلمه يې کارونه ځنډوي؛ هغه کارمند دې تهديد کړي او که نه کېده له دندې دې لرې کړي او بل مخلص شخص دې په دې برخه کې وټاکي.

له مجاهدينو څخه مې هم هيله داده چې اوس د وسله وال جهاد وخت تېر شوی اوس د نظام او وطن جوړونې وخت دی، زده کړې وکړئ، په اداري چارو ځان پوه کړئ، مسلکي واوسئ او ګران هېواد ته د خدمت جوګه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دانش ملنګ

دې کې شک نشته محترم داستونزه شته ادارو کې

عبدالرشید

السلام علیکم: دقیق صاحب ډیر ښکلی نظر دی ورکړی دی د نومړی مشکل د اصلاح لپاره بای جدی توجه وشی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx