
د ژمي پیتاوی «کلیوالي تبصرې»
ډاکټر احرار
زموږ کلیوالی ژوند ډیر پرافتخار ، متدین او له خوښیو ډک وي غم او خوښي د اولس سره ګډه وي تبعیض نه وي فقط ملاصاحب د خپل علم او شرعي حیثیت لمخی مشر او خان کاکو یې د اداري او اجرایوي مرستیال په څیر وي ټول ځوانان د خپلو مشرانو احترام کوي او کلي و ګودر د ځان بولي.
په وړوکوالي خپلی خاوری په خاپوړو کې لوبولی وي او د خپلی خاوری خوند یې څکلی وي په خلص ډول ټوله مینه او خلص وي چي د کلیوالي سیمو ښکلا جوړوي.
انقلابونو ، سیاسي تحولاتو او اشغال په کلیوالي ژوند کې هم ډیر تحول راووست میرویس ابدالي د یوه کلي د پیتاوی بانډار ته ورځي او ډیر مایوسه کیږي د عمرشا عمري سره خپل تاثرات ګډه وي.
حاجي بابا پلار مې سهار له لمانځه بعد په خوښي راته وویل زویه اباد کال ډیره خوشحالي لري د طالبانو هوکومت ( حکومت ) دی خدای کامیاب کړي چي د وینو تویدل بند شول واوری او بارانونه شروع شول زویه ولاړ شه کلي ته اوس لا ژمی ده برمه ووهه قومندان صاحب ویل طالبانو ته په دوو میاشتو کې ۱۵ ورځی رخصتي شته کلي ته په رسیدو سره مې خپل کار پیل کړ برمي والا راته وویل زموږ د ولسوالۍ د امنیی قومندان به دی نه وي شناخته ته خو هم طالب یې ما ورته وویل مشکل څه ده خیر زه به شناخته ورته پیداکړم برمې والا راته وویل خړ اربکئ چي اوس په ملا دراز الدین ږغ کوی په تیردولت کې یې برمه راباندی ووهله مزدوری یې نده راکړی ، وعده می ورکړه ولی د درازالدین د خړتوب دوری نه تر درازتوب پوري په چرتونو کې واچولم خدایه پاکه دا ولی؟
ایا نور خلګ لږ دي ډیری نوری ناخوالي چی درازالدین او قومندان یې د موسسي کارتونه د غریبو په ځای شتمنو ته ورکړی و تیر ظلمونه او وحشتونه.
بله ورځ د خپل ماما کلي ته ولاړم تر څو د مورجانی د کورنۍ حال واخلم او ښار ته په تلو سره مورته ته ډاډ ورکړم او مینه یې جلب کړم د ماپښین له لمانځه وروسته چي پر پاو کم دری بجی مو اداکړ او انقضا ته یې ۵ یا ۶ دقیقی پاتي وي ټول کلیوال لمر ته کښیناستل ګل اغا کاکو چي د کلي ملک و زوي ته وویل ورشه چایه راوړه او د ډیره غازی خان ګوړه مې راوړی هغه هم له چایو سره راوړه د ګوړی په اوریدو سره عبدل ( عبدالله ) له چاپلوسانه انداز سره خبره پیل کړه ” ما نه درته وویل اوس دی ولید ” ترڅو به یې په زوي پسی بک بک کیږو ګوره اودس یې وي که نه وي محمد رباني کاکو چي دروند خاموش سپین ږیری و ږغ کړ عبدله چټي چټي مه غږیزه ملاصاحب مو استاد د خیر د که نشته زوي یې لمنځونه راکوي بل کلیوال ور غبرګه کړه عبدل سم وایی ده خو لور ورکړه چي باچا به مي کړی هغه امارت د واده له امله له وظیفی لری کړی ده اوس وای زموږ ملا ته په بالمارو وف ( امربالمعروف ) کی کار شته بنډلان نشته ملا صاحب قضا ته ځان وهي توبه توبه….
ګل اغا چی خولور نطاق د خبره پیل کړه موږ داسی انګیرلی وه چي د طالبانو به اسلامي حوکومت وی مشر او وزیران به یې غټ ملایان او شیخان وي نور به د اولس سپین ږیری او ځوانان په شوراګانو کې شامل کړي اوس خو چی ورته ګورم ټول ځایونه له دوی ندی خلاص د سیف الرحمن بچندر هم وای غټ سړی د غټو مجلسو ته ورځي نیم خه ( نه پوهیږم ) چي دا لا څه کیسه ده دا خو د شیرانی سړی و د طالبانو په چنده یې لاموږ سرکوزی بللو اوس بیا ګوره د سړی سد ورته حیران شي.
دادالله ورږغ کړه وروره انصاف نشته دا شل کاله مو د اولاد ګوله ورګډوله نن دوی خپل بخیلان چي د طالب د موټرسایکل د ږغ اوریدو سره به یې د کور چراغونه ګل کړل نن یې ټول ورټول کړه موږ په انسانانو کې نه شمیري …
خړ اربکي خور قومندان ته ورکړه دی هم سبت شو مور یې هم وای کومیساری کی ثبت شوی ده چی بیا به په ښځو.کې تلاشۍ کوي ټول ګناهونه یې ورماف کړو ملا درازلدین څڼی ور یې ورڅخه جوړ کئ اوس سلام په بیلچه نه ور ولیږي شیرین کاکو چي زوی یې طالب و په کایل کې پر غوښنه وظیفه و مجلس ته مداخله وکړه وروره دا زموږ د بګتۍ زوي دغی د نور تاریک ( تحریک) ډیر سم د اوس یې تصفیه شروع کړی ده وای د شهید نورمحمد دواړه زامن یې پسي را اخیستي دي چي تی ۲۲ نمبره یاست که ۲۱ یاست په اردو کې چي دا کم نمبر ده چاپلوس عبدل بیا ور ږغ کړو توبه توبه ولا به لتاسره د رینجری د بوټو حساب لاوشي دا خو یتیمان و د شهید زامن و دی که تصفیه کولای پخوانی اربکیان به یې استلی وای دغه هلکان خو دواړه یما خوریی دي ښه طالبان دی پلار یې شیید شو دوی ولاړل دانو ستا دزوی دسیسه بولم یو څوک بی ورته ټیسلی ( پوهولی ) وي وروره خپله مې هلکانو ته وویل پیغله خور تی ( تاسو ) نلری چی یو قومندان یا ولسوال ته یې ورکړئ خپله مزدوری کوئ درمامد ویل د مزار خواته بل رکم کولی دی د مځکی له سره راټولیږی او لوډیږی د دغه کار اجازه طالبانو کړی وای ځوانان به مو د پاکستان له مزدوریو خلاص شوی و ټول یا د هندوباغ تر کورومانو لاندی شو یا د دوکئ تر کولو رشید پشتون چي د منظور ازبکۍ خولۍ یې په سر وه تاند ځلمی و د کابل په یو شخصی پوهنتون کي محصل و د ژمنیو رخصتیو په بهانه کورته راغلی و په مغرورانه انداز وویل شئ لا ولاکه شته هغه د معادنو وزیر پر معدنیاتو ایمان راوړی هیچاته اجازه نه ورکوی که اجازه یې د استجراج ورکړی وای اوس به د ټول هیواد ځوانان یا پر کار و یا پر تعلیم شادوران اکا ږغ پر وکړ نو دا وزیر صاحب د ډبرو څخه څه د اخرت توښه جوړه کړی ده رشید پښتون ورغبرګه کړه چي نړیوال مارکیټ نلرو یوازی پاکستان د هغه نه غواړی چي د افغانستان معادن نړۍ ته لاره پیداکړي له یوی خوا افغانستان ابادیږي چي دا پاکستان ته د منلو نده لبله پلوه د افغانستان هر ډبره ملغلره د بیا د پاکستان ډبری ارزښت بایلي او طالبان پاکستان ته هم ضرر نه رسوی بل طرف ته یې کوشش کړی وای لکه چین او هند زموږ د ډبرو په عائدو ټول هیواد بیرته له سره جوړیږی زه چونکي میلمه وم مداخله مې نه کوله تندی مې لکه چي ترش شوی و د کلي سپین ږیرو راته وویل طالبه ولی ډیره خوادي بدیږي ما ورته وویل نظام مو سره ګډ ده باید د ټولو خوښي او خفګان سره ګډ وي دا نظام یوازي د طالبانو نده چاپلوس وشمه عبدل په زوره وخندل اوس نو راشه موږ ته سلام نه را اچوي ته وا سره ګډ یو کسنده ( قسم ده ) د اوړو پارسلان او پلمیټ چي مې په تیر انقلاب کې در حساب کړم که یې تاسو په کال غاړه و باسۍ رباني اکا ورغبرګه کړه عبدله ناسي ناسي مه کیږه دا هرڅه به دی د الله د رضا لپاره کړي وي نه د چوکئ لپاره عبدل په جذباتی انداز وویل وروره چوکئ د چا په یاد د خالي سلام دی را بیا کوي ( جواب د سلام ) او په موټر د خټی نه راشیندی نور شي نه غواړم زموږ د کلي یو طالب هلته په یو شفاخانه کې رئیس د چی زه ټلفون وروکم دی وایی اکا داوخت رسمیات وي بیا ماښام تلفون راوکړه ماښام مې تلفون وروکړ جواب یې رانکړ بیا په دابله ورځ لږ ناوخته مې تلفون وروکړ چي اوس بی د رسمیاتو سر تیر شوی وي او هوسا به وي زنګ ورغلي ما اوریدل بل یوه ته یې وویل لدغه ماتو مې خلاص کړه بل چا تلفون کې دونه پوښتنی راڅخه وکړي لکه تذکره چي یې راجوړوله او ویل یې څه کار دی د ما ورته وویل ستی د ریس صاحب د ښځی ماما یم او شل کاله مې په کور کې ساتلی و پوښتنه پرکوم ویل یې اوس د ډلیچو د که څشی ( WHO ) له وفد سره میټنګ لری بیا ما هم زنګ نده ورته وهلی ماول تاجیکټ کړم بیا به وخت راشي پخپله به پوښتنه راباندی وکړي.
ما څه مثبت اړخونه ورته بیان کړو د طالبانو انکشافي پروژی مې ورته تعبیر کړی د کوشتیپی کانال او د ملا برادر اخند هڅی د زرګونو معتادینو د خلیفه صاحب له لوري را ټولول او پالل د منکراتو ، غلاو او رشوت مخه نیول د اسلامي احکامو ارزښت مې ورته بیان کړ د راتلونکي لپاره مې ښه پرمختګونه ورته تشریح کړل سپین ږیري پخپلو خبرو لږ دیغ شو په ټولو یې راغبرګه کړه موږ د طالبانو د پښو خاوري یو طالبان د وطن جوړونکي دي دغه یوڅه مفسدین هم باید نه وي ما غټ سوړ اسویلی وکیښ د دوي اخلاص او امیدونه د طالبانو لا پرواهي او د نا اهلو کسانو وجود په صف کې و دردولم.
پوهیږي رباني اکا په ډیره خوږه لهجه راته وویل طالبه ستا وظیفه غټه د که وړه ما ورته وویل مسؤلیت مې دروند د بست وړوکئ ده ویل خدای دي غټ کړي زموږ اعتراض مطلب نده زموږ خوابدیږي چي دغه ارام ژوند او ښه نظام د دغو ناولو له وجی خراب نشي ما د اطمینان په موخه ورغبرګه کړه حاجي کاکا تاسو دعاوی ورته کوئ اوس تصفیه شروع ده ان شاالله دغه فاسد خلګ به یو په بل پسي رسوا او له صفه و شړل شي رشید ځوان په اعتراضیه انداز راته وویل قاري صاحب ډیر ساده یې هغه موږ خواران که یو او نیم داخل شوي و د تصفیی په نوم مو باسي هغه خلګ چي دا شل کاله د غني د دولت مدافع وکیلان و د ناټو د اکمالاتو قراردادیان و د پاکستان په لمسون د ملا محمد عمر اخند د پالیسی سره وران و نن ټول په غټو غټو بستو مقرر دي پاتي یې اوس هم کله دسیفي او یا سلفي په نوم راځي وطن ورانوي او نوم د داعش ورکوي ما د دی لپاره چي بحث اوږد نشي او د کلیوالو ذهنونه مشویش نشي په اطمینان مې ورته و ویل چي دا هرڅه به سمیږي او داځل تصفیه د جدي او مشرانو خلګو په لاس کې ده دوو درو په یوه ځل پوښتنه وکړه تصفیه څوک کوي ما ورته وویل د ټول هیواد د تصفیی صلاحیت امیرالمؤمنین شیخ صاحب و مولوی محمد یعقوب مجاهد ته سپارلی ده یو معاون یې مظلوم صاحب بل صدر صاحب ده او داخلګ نظام جوړونکي او پالونکي دي د چا مراعت نه کوي سپین ږیرو راته وویل ته مولوی یعقوب صاحب ویني کله نا کله ماورته وویل ډیر کم مظلوم حاجي ملا صاحب وینم پو هیږئ سپین ږیري څه راته ویل زموږ سلام د اولس د سپین ږیرو په صفت یعقوب جان او مظلوم صاحب ته ورسوه او ورته و وایه د افغانانو قربانۍ هیری نکړي او ستا پلار مرحوم امیرالمؤمنین چي زموږ د ملت بابا و او ده د هغه ستړی ژوند هیر نکړي ورته وا پوهیږي هغه ولی پاکستان ته مهاحر نشو هغه ولي الله و هغه پوهیدی چي هلته که بری ترلاسه هم کړم ثمرات یې نشم خوندی کولای په یوه عادي ناروغي وفات شو ګوره یعقوب جانه زموږ د سترګو تور یې زموږ یوازنی امید هم ته یې نظام له فاسدو خلګو او پاکستان پلوه خلګو تصفیه کړه.
عمر خوړلي سپین ږیري په غمجن انداز وویل دا د انګریز جیګټ ستا د کور ډیوه بله نشي زغملای ته و ګوره تور ویښته مو سپین شو که د سخت کفر نظام و هم د ده او ملایانو یې نه و خوښ که نن الحمد الله پاک اسلام راغلی هم د ده پر ککرۍ نینی راته کیږي هغه بله ورځ په ولسوالي چا کیسه کړه ول دلته ملایان راغلي دی په جومات کې چغ که حملی وهي ما ول اوس نوی پیره شروع کوي او موږوال به بیا خدای هیر کړی چي دغه پیر ډیر کرنټ راکوي خدای څه کوم ( العیاذ بالله)
رباني اکا یعقوب جان ته خاماخا ورشه وا وړی وړي مسئلی مه غټوئ په هغه اولس اعتماد وکړه چي شل کاله تا اعتماد ورباندی درلودی له دښمن څخه د ده په کور کې پټیدلی نن ولی پردی او بی اعتماده شو ګوره دا اولس حق لري مشران لري که نن په امارت کې ځای ونلري خدای مکړه صبابه له اسلام نه وتلي وي مسؤلیت به یې تاسو ته متوجی کیږئ.
ګورئ طالبانو تاسو به یو دلګي مشر چي ستر ستر جرمونه به یي ترسره کړل هیڅ سزا به مو نه ورکوله وظیفه به مو نه ورڅخه اخیسته چي بیا داعش او بل مخالف سمت ته ولاړ نشي نن څه ډول ټول اولس نر او ښځه له ټولو علمي او دولتي ادارو بی برخی کوئ که ځان په دولت کې و نه شمیري بیا به د بل مزدور وي دغه نظام به خرابوي موږ یې اورو او ستاسو بی غوري هم وینو هاو رباني قران که اخرت کې هم لدغو طالبانو جنت ته ولاړ شو موږ نه مني ته دلته حکومت غواړي په دروازه کې دی ولاکه پریږدي.
او مظلوم صاحب ته ووایه چي ته د امریکا په وحشي زندان کې د امریکایانو د وحشت په وړاندي ثابت قدم پاتي شوي وا زموږ ملت ډیر مظلوم د فعلا د ګوانتانامو د زندانیانو حیثیت لري نه یې جرم معلوم د نه تادا په غیري ضروري کارو مو ټوله خوښي پیکه شوه بیا نړئ ته نیغ نیغ کیږئ دا څه معنی او څه فایده په ښځو بیچارګانو پسي مو را اخیستی د نه د تعلیم اجازه شته نه د کار دا څه فایده لري له دنیا سره مو رابطه وشکیدله ، خلګ وټښتیدل ، تجاران له ډاره روپۍ نشي ښکارولای شریعت او شرعي حجاب دا خو ضرور دي خاماخا به یې مراعت کړي خپلی مخی ته ښځه څوک نه پریږدي خو بدبختي داده چي دښمن مو هغی ورځی ته دروي چي له خپلو پتمنو ښخو سره به مو شخړه وي او زموږ د ښځو وکیل به بیا پردی دیوس انګریز وي ورته وا موږ تل دعا درته کوو د صف په تصفیه کې محتاط چلند وکړئ تلوار مه کړئ تبین وکړئ او هغه پخواني طالبان مجاهدین چي تیر شل کاله یې دولت پر حق او طالب ناحقه یا لیونی باله نن بیا وفادار شو فکر دی وي د لستوڼی ماران دي یوازي د سږ کال طالبان مه باسۍ دی کې اتلان شته د شهیدانو بچیان دي زاړه ازاریان د دولت پلویان وشړۍاو دکلي او اولس مسجدونو او مدرسی وتړل شوي ښه ملایان مو ټول مصروف کړل د لمانځه کس نلرو یوازی معیوب او معذور ملایان پاتي دي او مرحوم امیرالمؤمنین چي پاکستان ته نه تلی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قول یې عمل کاوی چي مؤمن مسلمان باید له یوه غاره دوه ځله مار و نه چیچي تاسو هم احتیاط وکړئ ګورئ موږ تل د پنجاب له غاره چیچل شوي یو د روسانو په وار د طالبانو په وار اوس د امریکایانو له شکست څخه وروسته بیا خروړي مار سر رایستلی ده.
الله تعالی مو دی پخپل حفظ او امان کې ولري طالب ویل د سپین ږیرو او ځوانانو محبت او ګیله مې مشرانو ته نشوای رسولای د قیصي په شکل مې ولیکله ګوندي ور ورسیږي.
د نظام د سوچه والي او حریت په هیله
له پاسه ټیک مې اوبو در ووړ
په غم شریکه یاره نیسه ګودرونه
ډاکټر احرار