نظــر

ستونزه په تا کې ده! (۲)

لیکوال: ریحان

کله چې مې په لومړي وار ميرمنه خوښه شوه، ماته په نړۍ کې تر ټولو ښايسته ښکارېده چې ددې په څېر به بله هيچيرته نه وي.

خو له کوژدنې وروسته مې د هغې په څېر ډیرې ولیدې!!

او کله مې چې ورسره واده وکړ، له هغې څخه مې ډیرې ښايسته ولیدې !!!

کله چې زموږ د واده یو څو کاله تیر شول، ما ولیدل چې ټولې میرمنې زما د میرمنې څخه خوږې دي !!!!

یوه ورځ ما له خپل پلار څخه د دې راز په اړه پوښتنه وکړه، له هغه څخه ځکه چې زما سره يې اړيکه د زوی ګيرۍ ترڅنګ د رښتينې ملګرتيا هم وه.

پلار مې ددې ستونزې د حقيقت او راز په اړه وويل: زويه! ستونزه ستا د ميرمنې نه ده، ستونزه داده کله چې يو انسان ته تمه لرونکی زړه، وږې سترګې ورکړل شي، او بې حيايي په کې زياته شي نو دا سترګې يوازې د قبر خاورې مړولی شي.

زويه! ته له هغه څه سترګې نه اړوې څه چې الله حرام کړي.

ته اوس مشوره غواړې چې ستا په نظر کې دې ميرمن هغه پخواني حالت ته کله چې دې اول ځل لېدلې وه او د نړۍ تر ټولو ښايسته وه راوګرځي؟ ویل یې هو، ښه نو بيا د نظر ساتنه پر ځان لازمه وګڼه، هغه خوندورې شيبې يادې کړه چې ستاسو ترمنځ تيرې شوي، هغې ته داسې ورتګ وکړه لکه د مينې په لمبو کې ډوب يې، نو پوی شه چې ستا ميرمن تاته هغه څه درکوي چې ته ترې تمه لرې، او دواړه پرې خپل ژوند مخ ته وړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx