
د پاسپورټ موضوع؛ د کورنيو چارو وزارت لپاره ستره ننګونه
استاد عبيدالله دقيق- کابل
د افغانستان اسلامي امارت له قايمېدو وروسته د هېواد ډېرې چارې ټکنۍ شوې چې ځينې يې په خپل وخت بيا ورغېدلې او ځينې ادارې لا هم خپل اصلي حالت ته نه دي ورګرځېدلي او فعاليت يې عادي شوی نه دی، چې د هغو له جملې څخه يوه يې هم د پاسپورټ رياست موضوع ده.
پاسپورټ چې تر دې وړاندې هم ډېرو افغانانو هڅه کوله چې جوړ يې کړي، لاهم دا تقاضا شته او ورځ تر بلې ځکه ډېريږي چې له يوې خوا د پاسپورټ لپاره د خلکو اړتيا زياتيږي او له بلې خوا د شته پاسپورټونو وخت ختميږي چې بيا تمديد ته اړتيا لري، نږدې ډېر وخت وشو چې اسلامي امارت د پاسپورټونو د ويش لړۍ بنده کړې ده، مګر بيا هم خلک لګيا دي پاسپورټونه جوړوي.
اسلامي امارت د روان کال د تلې مياشتې په ۱۶ نېټې (۸ اکتوبر) اعلان وکړ چې د يو شمير تخنيکي ستونزو، پاسپورټونو کموالي او نورو دلايلو له امله د پاسپورټ وېش تر امر ثاني پورې بند شو خو ناروغان، محصلين، ديپلوماتان او ورزشکارانو ته به د پاسپورټ توزيع دوام لري.
له دې اعلان وروسته تر يو څه وخته د پاسپورټ رياست کارونه بند و چې وروسته پيل شول او د پاسپورټ رياست د کميشنکارۍ، فساد او ډالرو د تبادلې په لوی مرکز بدل شو او شواهد شته دي چې يو پاسپورټ تر ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ډالرو او يا تر دې په لوړ قيمت هم جوړ شوی دی او لاهم دا فساد جريان لري.
ډېر خلک چې په رښتيني معنا مجبور دي، مرګوني ناروغان او مشکلات لري، هېواد نه يې د وتلو اراده نشته مګر د خپل مشکل په اساس موقت يو هېواد ته سفر کوي او بيرته راستنيږي، د هغوی لپاره پاسپورټ مشکل او ناممکن دی مګر هغوی چې له هېواده بهر وځي، کوم خارجي هېواد ته د افغانستان له اوسني نظامه پناه وړي، د ډالرو په مقابل کې پاسپورټ اخلي او په وياړ يې د خلکو سترګو سترګو ته کوي او د حکومت شفافيت ننګوي.
زه ډېر داسې مجبور خلکو پېژنم، حتی مجاهدين هم چې پاسپورټ ورته نه جوړيږي، له سختو مشکلاتو سره مخ دي، د فلاني او فلاني صاحب نه بايد احکام او مکتوب راوړي چې هغوی ته يې هم رسيدګي نه کيږي، مګر هغوی چې د همدې نظام خلاف دي په يوه ورځ کې ورته د پيسو په مقابل کې پاسپورټ جوړيږي، له هيواده وځي او بله ورځ بيا په سوشل ميډيا کې په همدې نظام نقد کوي.
له روژې وروسته د حج مراسم پيل کيږي، همدا راز په اوس وخت کې خلک په سټيکر تمديد شوي پاسپورټ باندې عمرې ته نه شي تللی، مشکلات ورځ تر بلې زياتيږي، مګر د پاسپورټ د توزيع پروسه نه پيل کيږي او نه سميږي.
موږ هم چې کله په مجلسونو کې د نظام ننګه کوو او پاکي يې بيانوو، په اعتراضونو کې دا اعتراض لومړی وي چې په پاسپورټ رياست کې مو څه حال دی؟ موږ ورته ځواب نه لرو، که ورته وايو چې پخواني کارمندان له ځينو نويو هغو سره يو ځای فساد کوي او د نظام دا اراده نه ده، مګر بيا هم وايي چې اوس خو نظام ستاسو په لاس کې دی ولې يې نه کنټرول کوئ؟
اسلامي امارت خو د جديت او شفافيت نوم دی، ولې د فساد په خلاف قاطع ونه اوسي او د خپلوۍ پاللو په ځای د نظام حيثيت ساتلو ته کار ونه شي؟
د خليفه صاحب په مشرۍ د کورنيو چارو وزارت ټولې چارې چې موږ له نږدې کتلي نستباً په ښه او منظمه توګه پرمخ روانې دي، خو يوازې د پاسپورټ رياست دی چې فساد يې د خليفه صاحب او کورنيو چارو وزارت اړوندو مسؤلينو ته يوه داسې پوښتنه ده چې ځواب يې هغه وخت ممکن کېدلی شي چې د پاسپورټ رياست له شته فساد نه پاک او د واسطو په ځای اړمنو خلکو ته خدمات وړاندې کړي، ترڅو د نظام حيثيت او وقار ساتل شوی وي.
سلامونه مننه له تازه او پر وخت معلوماتو څخه مو .
له دا نوي رئیس نه مخكي رئيس (حمدي) په بداخلاقي غرور ناپوهۍ او…. ډېر وړاندې وه