ادبي لیکني

ژبه د پېژندنې نښه ده، نه د بهترۍ او کمترۍ!/راپور

نن ټکی اسیا (چهار شنبه،۳کب،۱۴۰۱ل): حریت فکري روزنه؛ چې د ځوان کهول د استعداد او فکري اعداد په برخه کې بېلابېلې ناستې برابروي، د فبروري ۲۱مې د مورنيو ژبو د نړۍوالې په پلمه يي هم له لسګونو ګډونوالو سره یو ځای د کب ۲مه/فبروري ۲۱مه مناسبتي غونډه وکړه.

غونډه چې د ماشوم محمد عمر مجاهد په تلاوت پیل شوه، د پیل خبرو لپاره يي خیال محمد توحیدیار دریځ ته وبلل شو، چې د هرکلي تر څنګ يي د داسې غونډو ترتیب ځکه مهم وباله چې ځوانانو ته په همداسې مناسبتونو کې ځینې مفاهیم ناسم بیان شوي و، چې بیا یادونې، تصحیح او دقت ته يي اړتیا لیدل کېږي.

د هغه په وینا، د مورنۍ ژبې په مناسبت ناسته باید د دې علت نه شي چې له همدې پلمې د تعصب بوین وهم خپور شي او ځوان ملګري د خپلې ژبې په دوستۍ کې د بلې پر وړاندې مخالف سنګر ونیسي.

کلیم الله عابد د غونډې بل وینا وال و، چې پخپلو خبرو کې يي د خپلې ژبې لپاره علمي کار د ځوان کهول مسؤلیت وګاڼه او په وینا يي د ژبې د پایښت لپاره مهمه ده چې علمي پانګه ولري.

انعام الحق انصاري، په ټینګار وویل، چې تر انسان کېدو وړاندې زموږ هویت «اسلام» دی؛ ځکه چې زموږ روحونو له الله جل جلاله سره پر ربوبیت هوکړه کړې، ځکه خو مسلماني زموږ هویت او عقیده زموږ اساس دی، له همدې امله دا باید وفهموو چې په دې مناسبتونو ناستې باید د دې علت نه شي چې د تفرقې تخم وپاشل شي.

د هغه په خبره قومي هویتونه فطري ټاپې دي، چې د انسان انتخاب پکې شرط نه دی، ځکه خو پرې افتخار هم کومه معنی نه لري، د حضرت نوح علیه السلام او کنعان د مثال په وړاندې کولو سره يي زیاته کړه، چې حتی زوی او ورور هم چې په عقیده را ګډ نه وي، قوم، ژبه او نورې نښانې يي زموږ له ډلې نه شي حسابولی.

دادمحمد ناوک، د دې ورځې په تاریخ لنډه رڼا واچوله او د ژبې د پرمختګ لپاره علمي ذخیره، د اړتیا پر اساس ژباړه، پیاوړی اقتصاد او حاکمیت يي مهم عناصر یاد کړل، په وینا يي په تېر کې د څار نه لرلو له امله بې ضرورته حتی تخریبي ژباړې شوې دي، چې ځوان نسل ته مو یوازې د کمترۍ حس ورکولی شي.

هغه د ژبې پر تاریخ هم پوهنتونونو کې تدرسېدونکي مواد نقد کړل او په وینا يي دا چې لومړني انسانان بې ژبې ګڼل کېږي او ژبه د انسانانو د راټولېدو په اوږدو کلونو کې په تدریج منځ ته راغلې بلل کېږي، یو غیر دیني نظر دی؛ زموږ دیني نصوص موږ ته را ښيي، چې حضرت ادم علیه السلام او بي بي حوا علیها السلام د لومړنیو انسانانو په حیث جامع انسانان و، چې له خپلې کورنۍ سره يي مشترکه ژبه درلوده او په وینا يي انسان داسې دوره نه ده تېره کړې چې بې ژبې پاتې شوی وي.

غونډه چې د دریځ چارې يي نورمحمد انتظار پر مخ وړلې، د ویناوالۍ له برخې وروسته په مشاعره بدله شوه، چې پکې عزیزالرحمن رحماني، عبدالرحمن حبیبي، غیاث نیازی، روح الامین ریحان، عبدالصبور کټوازی، خیال محمد توحیدیار، سلیم وقار، انعام الحق انصاري، کرامت الله کاون، محمد علیم نوري، سردار ولي رشیدي، عمران عرفان او ګڼو نورو خپل او انتخاب کړي شعرونه واورول، غونډه له مشاعرې وروسته په دعا پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx