افغانستان

بلغاریا کې د شهید شویو افغانانو جسدونه هیواد ته را انتقالېږي

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۵کب، ۱۴۰۱ل): بلغاریا کې د وروستۍ پېښي له امله د شهید شویو افغانانو جسدونه د عدلي طب له تحقیقاتو وروسته افغانستان ته انتقالېږي.

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت بلغاریا کې د وروستۍ پېښي له امله د ۱۸ تنو شهید شویو افغانانو د جنازو د انتقال په اړه په دغه هیواد کې افغان سفارت ته دنده سپارلې چې د عدلي طب د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته یې هیواد ته د انتقال په تړاو پر وخت همغږۍ ترسره کړي.

اعلامیه کې راغلي چې اسلامي امارت د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره د جنازو د انتقال زمینه برابروي او وایي چې د لېږد د چارې اسانتیا نیول شوې ده.

اعلامیه زیاتوي چې تر دې مهاله د ۱۷ تنه هیوادوالو هویت تشخیص شوی او د یوه تن د پېژندني په اړه تحقیقات روان دي، چې د هویت د تثبیت چارو له بشپړېدو وروسته به انتقال شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx