افغانستانخبرونه

حزب اسلامي کابل ته د حکمتیار تګ رد کړ؛ خو د سیاسي دفتر خبره نه ده رد شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د زمري په ۱۲مه نېټه نن ټکي اسیا خبري پاڼې ته د ښاغلي حکمتیار له حزب اسلامي څانګې څخه باوري سرچینو د نوم نه ښوولو په شرط افشا کړه، چې په نژدې راتلونکي کې به د حکمتیار څانګې حزب اسلامي هم په کابل کې خپل دفتر پرانېزي.

دې ته ورته خبر پرون (د زمري ۲۴مه) په هالینډ کې د حزب اسلامي د پخواني استازي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کلتوري سلاکار، ډاکټر حلیم تنویر له خوا تایید شو او دا هم ورزیاته شوه، چې ښاغلي حکمتیا په خپله به نن (شنبه، د زمري ۲۵مه) له پېښوره کابل ته د یوه ستر کاروان په بدرګه راځي. نن ټکي اسیا خبري پاڼې د تېرو معلوماتو په باور او په حزب اسلامي کې د ښاغلي تنویر د اعتبار په پام کې نیولو سره د حکمتیار د راتګ خبره هم خپره کړه.

ډاکټر حلیم تنویر د حزب اسلامي د غبرګون په باب لیکلي: «زما ستونزه څه ده. کله یوه اعلامیه خپروي او نیم ساعت وروسته یې ردوي. زه د خبر په رد او تایید کې تقصیر نه لرم. خپله قضاوت وکړئ».

نن د حزب اسلامي یوه بل استازي، قریب الرحمن سعید نن ټکي اسیا ته د ګوند خبرپاڼه استولې ده، چې پکې کابل ته د ښاغلي حکمتیار د راتګ خبره رد شوې ده او دا خبره «سرنه تر پایه پورې دروغ، بهتان او کذب» ګڼل شوې ده. د حزب اسلامي دغه استازي دا خبر «شایعات د دشمن د حسد او کیني پایلې» بللي.

په دغه خبرپاڼه کې چې د سعید له خوا رسنیو ته استول شوې ده، په کابل کې د حزب اسلامي د سیاسي دفتر د پرانیستو په باب څه نه دي ویل شوي.

سربېره پر دې، ما (سیف الرحمن خپلواک، د نن ټکي اسیا مدیر) د حزب اسلامي افغانستان د امیر، ښاغلي ګلبدین حکمتیار له دویم زوی او د حزب اسلامي د ځوانانو تنظیم له مشر جمال الدین حکمتیار سره هم په دې اړه اړیکه ونیوله، چې هغه هم کابل ته د حزب اسلامي د مشر راتګ رد کړی، خو د سیاسي دفتر د پرانیستل «یو مثبت ګام» بولي. د ښاغلي حکمتیار دغه زوی ویلي: « خو که حزب اسلامي د کوم دفتر د پرانستلو هوډ لري، نو د افغانستان په زړه کي به وي، او افغان ولس په غیږه کې به وي». ښاغلي جمال الدین نه یوازې په کابل کې د حزب اسلامي د دفتر پرانیستنه رد نه کړه، بلکې پر طالبانو یې هم نیوکه وکړه چې په یو بهرني هیواد (قطر) کې يې سیاسي دفتر پرانیستی.

په پېښور او کابل کې چې نن ټکي اسیا له خپلو معلوماتي سرچینو سره تماسونه ونیول، د سیاسي دفتر پرانیستنه نه ده رد شوې.

——————————————————————————————————————————————-

د قریب الرحمن سعید له خوا نن ټکي اسیا ته د حزب اسلامي خبرپاڼې بشپړ متن:

بسم الله الرحمن الرحیم
دحزب اسلامي افغانستان اعلامیه
( (إن الذين يحبون أن تشيع الفاحشة في الذين آمنوا لهم عذاب أليم في الدنيا والآخرة والله يعلم وأنتم لا تعلمون
مفهوم :(او هغوې چې دمومنانو تر منځ د فحش ( زنا ، درواغو، دغلطو خبرونو او….) دخپرولو هڅې کوي د هغوې له پاره په دنیا او اخرت کې سخت عذاب دې ، الله تعالي پرې ښه پوهیږي او تاسو په دې اړه علم اوپوهه نه لرئ .)

د څو ورځو راهیسي دفیسبوک په صفحاتو کې د (Hezbi Islami) تر نامه لاندې یوه پاڼه د حزب اسلامي دمونو ګرام سره یو ځآې یو لړ لیکنې خپروي چې د سرنه تر پایه پورې دروغ، بهتان او کذب دې . په دې پاڼه کې کله لیکي چې ( سعودي عربستان د حزب اسلامي ددفترونو رئیس محترم قاضي صاحب محمد حکیم ته ۵۰ میلیونه کلدارې ورکړي او دشمشتو دکمپ خلک کولې شي خپل نومونه ثبت کړي ، او یا په دغه اوهغه تیلفون باندي تماس و نیسي ، په بل ځآې کې دډاکتر غیرت بهیر په حواله لیکي چې : دحزب اسلامي مشر ، محترم حکمتیار د تور لست نه ویستل شوې او ډیر ژر به کابل ته را داخل شي …. ددې تر څنګ د حزب اسلامي د یو شمیر نومورو کسانو لکه قاضي صاحب محمد حکیم حکیم ، انجنیر عبدالسلام هاشمی ، حبیب الرحمن حکمتیار او…په اړه هم ناوړه تبلیغات کوي . )
دغې پاڼي نن د امام الدین ساپې یو مضمون چې د حزب اسلامي په خلاف یی پکې خپل ټول توان استعمال کړي هم خپره کړې ده . مونږ په دې اړه د تیرې پنجشنبي په ورځ د ټولو دوستانو څخه وغوښتل دغه پاڼه دخپله اړخه بنده کړي ، او دغه کس ، هر څوک چې دې باید په خپلو پاڼو کې بلاک کړي ، ځکه دغه ډول ناوړه تبلیغات یا دکمونستانو اویا هم د سختو خپل غرضه کړیو د حسد او کیني پایلې دي .
ددې ترڅنګ نن په هالیند کې دحزب اسلامي پخواني نماینده ، ښاغلي حلیم تنویر هم ، چې تکړه تحقیق کونکې شخصیت دې ، پرته له تحقیق او څیړنې یوه خپره شوې اعلامیه په خپل ویب پاڼه خپره کړې اوپه هغې کې په پوره قوت سره ددې خبرې تائید کړې او ان تر دې یی ویلي چې د شنبي په ورځ به دحزب دسیاسي امورو رئیس به کابل کې په دې اړه څرګندونې کوي او ښاغلي حکمتیار به د خپلې اجرائیه شورا سره یو ځآي د یوه ستر کاروان سره کابل ته داخلیږي .

معلومه نه ده چې ښاغلي تنویر دا خبره ولي په دومره شد ومد سره کړې ، په داسې حال کې چې ښاغلي تنویر ډیر پخوا دحزب سره خپل اړیکې کمزوری کړي دي .

حزب اسلامي افغانستان په داسې حال کې چې دا ډول شایعات ددشمن دحسد او کیني پایلې ګڼي ، او دا ډول تبلیغات دحزب اسلامي د سیاسی دریځ او دحزب اسلامي دامیر دشخصیت ترور یوه وسیله ګڼي اعلامیوي چې : نه خو داسې کومه معامله شوې او نه به تر هغې بورې داسې کومه معامله وکړل شي تر څو چې دحزب اسلامی شرایط نه وي پر ځاې شوي .

حزب اسلامي غواړي ټول پردې او اجنبي اشغالي ځواکونه مو دهیواده بیرون ووځي او هیوادوال مو د ازادو اوبې پرې ټاکنو له لارې دخپل خپلواکه نظام خاوندان وګرځي . په هیواد کې د صالحو او دفساد نه پاکو خلکو په لاسو عادلانه نظام منځته راشی .

لکه څنګه چې حزب اسلامي دخپل هیواد دازدۍ له پاره هر ځل قربانۍ ورکړي او د اشغالګرانو په مقابل کې یی خپله سینه سپر کړې او دهیواد د استقلال له پاره یی نه هیریدونکې تاریخي خدمتونه انجام کړی ، په همدې توګه به دغه د هیواد ویاړلې ګوند د هیواد دیوه سیاسي ځواکمن قوت په څیر دهیواد د سیاسي بحرانو په حل کې هم لکه دپخوا په څیر مهم رول ولوبوي .او لکه څنګه چې دجهاد په دوران کې د هیواد دازادۍ له پاره لکه دسیسي ددیوال په څیر ولاړ و همدا ډول به په راتلونکې کې دهیواد د بیا ودانۍ او شیرازۍ له پاره په ټول توان د هیوادوالو په چوپړ کې وي .

ټولو هغوې ته چې دحزب اسلامي په خلاف یی دغسې کرغیړنو او کرکجنو تبلیغاتو ته لاس اچولې ، په کلکه وایو چې حزب اسلامي په خپل همغه دریځ چې په لمړیو کې یی د حزب د شورا دپریکړو له مخې خپل کړې ، په کلکه ولاړ دې ، اوپه دې لاره کې ، که تر اوسه پورې دامریکا او ناټو سترو رشتونو ، او امتیازاتو بې لارې نه کړاې شو نو په راتلونکې کې خو یی هیڅکله هم نه شی بې لارې کولې . په دې اساس تاسو به دقران کریم دپریکړې په مطابق خپلې ګوتې په غاښو و چیچۍ ، خو خپلو ناولو موخو ته به و نه رسیږئ . ( وما ذالک علي الله بعزیز)

ژوندې دې وی اسلام
ژوندې دې وي افغان میړنې ولس
ژوندې دې وي دحزب اسلامي قاید او لارښوود
۱۷اګست ، ۲۰۱۴

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Samim Katawazai

د حزب اسلامي دروند امير الشيخ انجينئر حکمتيار حفظه الله د هندوکش د غره هومره دروند شخصيت دئ چي په تېرو شپږ څلوېښت کلونو کي ئې نه شرقي او نه هم غربي استعمار ته سر ټيټ کړ، هغه نعره چي په تنکۍ ځوانۍ کي ئې د کابل په کوڅو کي کړې، نن ئې هم د هيواد په هسکو سردرو کي ازانګې خپرې دي، که څوک ئې د مبارزې د لومړيو کلونو او نننيو شېبو نظريات د يو بل خواته کېږدي، په والله چي د يو انچ انحراف به هم په کي ونه ويني، بلکي نور به ئې غښتلي ومومي! خو… نور لوستل »

شهید شهید

وایی میږی ته چه الله ج په قهر شی وزری یی کوی ،دا چه پرون چا څه کړی ښه یی کړی که بد یی کړی د الله ج د رضا د پاره او که د ریاکاری او شخصی ګټو د پاره یی کړی وی هغه د پرون ورځی زیږنده ده ، د نن په کارونو او فعالیتونو اغیزه نه لری د نن سره به د نن کارونه او فعالیتونه کوی کیدی شی د پرون ورځ په مثبتو ثواب او په منفیاتو یی عذاب تر لاسه کړی ولی د نن ورځ د عذاب او ثواب د نن ورځ د کړنو سره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x