نظــر

د روسیې او اوکراین د غمیزې لومړۍ کلیزه او پر وړاندې یې نړیوال شوماشور

خالق یار احمدزی

تیره ورځ د اوکراین او روسیې تر منځ د هغې شخړې لومړۍ کلیزه پوره شوه، چې د پردې ترشا د سوپرځواکونو د ټټر وهنې او زور څرګندولو میدان بلل کیده.
دغه جګړه کې که لسګونه زره اوکرایني پوځیان د اور خوراک شول، نو ددغه هیواد ښارونه، کلي او هستوګنیزې ودانۍ هم په کنډواله بدلې شول او یو د اطمینان ښار د جګړې په سور اور واوښت.
بلخوا که د یادې جګړې پیلوونکې هم روسیې ده او طبعا هم یرغلګر خپل مقابل لوري ته غوښن زیانونه اړوي، خو مسکو هم دلته د یو موټي اوکراین او رقیبې ناټو/امریکا قساوتونو وخووړ؛ زرګونه پوځیان یې له لاسه ورکړل، لسګونه میلیارده ډالر زیان یې ولید او په زیاته کچه پرمختللي وسائل یې منهدم او له منځه ولاړل.

د حیرانتیا خبره داده چې د اوکراین مشرانو د جوړجاړي هنر لا تراوسه نه دی زده کړی او آن لږ هم خپل تاریخ او هغه تیروتنې چې دوی پخوا کړې وې په نظر کې نه نیسي، نو همدا لامل وه چې دغه د هنرونو هیواد بیرته ژر کنډواله او د سترو لوبغاړو د سیالۍ په میدان بدل شو.

 

دا سمه ده چې دا جګړه به د ځینو ناسنجول شویو پریکړو له امله غیر مترقبه حالت ته تللې وي، خو د معمول له مخې تر ډیره لوی هیوادونه او پرمختللي استخباراتي حلقاتو دا ډول وضعیت له پخوا د وسلو د ازمایښت او نورو مختلفو پلانونو د تطبیق لپاره ترسیم کړی وي، چې جهتونه ترې د خپلو علیاء مصالحو د ترلاسه کیدو برخه کې کار اخلي.

هو! که د ارماګدون په نظریه ولاړ شو، ښایي د چین او روسیې پر وړاندې د امریکا او متحدینو لخوا دا د خونړیو وقائعو پیلیزه وبلل شي او ښایي تر مرموزې کرونا وروسته، له دې جګړې څخه نړۍ ته لوی او نه جبرانیدونکي ستونزې سرایت وکا؛ ځکه کریملین د یهودي نړۍ پر تندي ګوزار کړی او یهودان اوس پر نړۍ راج چلوي.

یوې مسئلې ته ډیره هیښتیا پکار ده چې، د اوکراین له خپلواکۍ څخه یوازې ۲۳ کاله تیریږي او نوموړی هیواد له پیړیو راهیسې د بهرنیو تر واکمنۍ لاندې پاتې شوی او د خپلمنځي تعصباتو له امله یې هر وخت بهرني ملاتړ ته سترګې وي.

 

مونږ ته څه پکار دي؟

دښمنو کړیو د اوکراین او روسیې جګړه د دریمې نړیوالې جګړې پیلیزه بلله او دا یې وانمود کوله چې ګواکې افغانستان به ددې جګړې له امله په اقتصادي برخه کې نه جبرانیدونکی زیان وویني، خو الحمدلله د ویښو مشرانو د هڅو له امله هیڅ ستونزه پیښه نه شوه؛ ښایي دا هر څه پیښ شوي وای یا هم پیښ شي؛ خو متوازن سیاسي لید او د نړیوالو رقابتونو په منځ کې پر یوې داسې لاره تلل چې عواقب یې ناوړه نه وي، ګټور او حیاتي ګام دی.
سمه مونږ به پرون اوکراینیانو د امریکې تر چترلاندې ښه ټکولي یوه، خو آبله ورځ بیا روسیې هم بیخزن ټک راکړی دی، مونږ ته د تیرې محکومې ادارې د چارواکو پر پله تګ نه دی پکار، چې د تلې سر ته به یې کتل او خپل سیاسي مسیر به یې همغسې سمولو.

دا د افغانستان لپاره خورا مهمه ده، چې مثبته بی پلوه سیاست تعقیب کړي. افغانستان باید په دې لانجه کې د روسیې او یا د امریکا پلوۍ ونکړي.

اوس دا مهمه ده، چې د روسیې او لویدیځو هیوادونو ترمنځ سیالي په منطقي او سمه توګه د هیواد په ګټه مدیریت شي.
دا باید هیر نکړو چې د اوکراین جګړې پایلې هر څه وي، سبا به نړۍ د نن په څیر نه وي. او افغانستان باید یوې نوې نړۍ سره د جوجاړي لپاره خپل ځان چمتو کړي.

د افغانستان اسلامی امارت لپاره ښه فرصت برابر شوی، چې د بیلابیلو هیوادونو فشار پرې کم شي. په دې وخت کې له یوې خوا د ټولې نړۍ پام اوکراین ته اوښتې  او له بلې خوا هیڅ یو ښکیل اړخ نه غواړې د خپل ځان په وړاندې پر اسلامي امارت چې د جګړې کافې تجربه لري فشار ته دوام ورکړي او یا یې زیات کړي..

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx