افغانستان

ملګري ملتونه؛ افغانستان ۴،۶ میلیارده ډالره بشري مرستي ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۷ کب،۱۴۰۱ل): ملګري ملتونه وایي چې افغانستان ۴،۶ میلیارده ډالره بشري مرستي اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د یوه ټویټ له لاري ويلي چې افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۸ میلیونو ډېرو وګړو لپاره ۴،۶ میلیارده ډالرو بشري مرستي ته اړتیا لري.

یاد دفتر وایي چې په دې مرسته سره مرستندویه ادارې کولای شي چې د نیالګیو د ایښودلو په وخت کې له کورنیو سره مرسته وکړي او له سیلابونو سره د مبارزې لپاره چمتوالی وښيي.

په دې ټویټ کې راغلي چې دا مهال ۲۸.۳ میلیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس دوه په درېمه برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx