نړۍ

ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۳۳ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۷کب،۱۴۰۱ل): ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۳۳ کسان وژل شوي.

د ایټالیایي رسنیو د راپورونو له مخي په یاده ډوبه شوې کښتۍ کې وژل شوي مسافر د ایران، افغانستان او پاکستان اتباع شامل دي.

د ځایي سرچینو له قوله په کښتۍ کې ۱۰۰ تنه سپاره وه چې په لومړنیو راپورونو کې د ۳۳ تنو د وژل کېدو او ۵۰ تنو نورو د ژغورل کېدو خبر ورکړل شوی او د پاتي نورو په اړه لا معلومات نه دي شریک شوي.

د ډېریو وژل شویو جسدونه د ایټالیا په سویل کې د کلابریا بندري ښار کروټون ته څېرمه د یوه ساحلي استوګنځي په څنډو کې موندل شوي دي.

د کښتۍ د ډوبېدو لامل په سمندر کې د یوې لویې ډبري سره لګېدل ښودل شوي خو دا لا نه ده په ډاګه شوې چې یاده کښتۍ له کوم لوور څخه روانه شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx