افغانستان

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت؛ د ډیپلوماتیکو کادرونو بدلون د هر هیواد مشروع حق دی

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۷کب، ۱۴۰۱ل): د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ډیپلوماتیکو کادرونو بدلون یو معمول چاره او د هر هیواد مشروع حق دی.

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې مېشتو افغانانو ته خبر ورکوي چې په تهران کې به د افغان سفارت فعالیتونه د نوي شارژدافیر او ډیپلوماتانو له ګومارني سره سم په ښه روحیه او تعهد د دواړو هیوادونو درنو وګړو ته د خدمت رسوني چارې په عادي توګه دوام پیدا کړي.

په اعلامیه ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت غواړي په ډاګه کړي چې د ډیپلوماتیکو کادرونو بدلون یو معمول چاره او د هر هیواد مشروع حق دی.

اعلامیه زیاتوي چې باوري یو چې په نویو ګومارنو سره به د سفارت په چارو کې د شفافیت او همدارنګه د دواړو مسلمانو، دوستو او وروڼو هیوادونو د مناسباتو په ټولو برخو کې د پراختیا شاهدان و اوسو.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ په ایران کې د افغانستان سفارت رسماً افغان حکومت ته وسپارل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx