افغانستان

افغاني سرې میاشت په ۲۳ولایاتو کې څه باندي۴۳۴میلیونه نغدي مرستي وېشلې

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۸کب، ۱۴۰۱ل): افغاني سرې میاشت په تېرو ۹ میاشتو کې څه باندي ۴۳۴ میلیونه نغدي مرستي په خلګو وېشلې.

د افغاني سرې میاشتي څخه په نشر شوي راپور کې ویل شوي چې په تېرو ۹ میاشتو کې یې د هیواد په ۲۳ ولایتونو کې په زلزله خپلو، وچکالۍ ځپلو، سېلاب ځپلو، بېوزلو او اړمنو کورنیو څلور سوه څلور دېرش میلیونه شپږ سوه نوي زره او درې سوه (434690300) افغانۍ نغدي مرسته ویشلې.

په راپور کې ویل شوي چې یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته لږ تر لږه ۹ زره افغانۍ ورکول شوې.

راپور کې راغلي چې په دې ولایتونو کې بادغیس، کابل، پنجشیر، پکتیکا، سمنګان، خوست، ارزګان، پروان، زابل، کندهار، لغمان، لوګر، میدان وردګ، ننګرهار، بغلان، تخار، پکتیا، جوزجان، دایکندي، غزني، فاریاب، کونړ او کندوز ولایتونه شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx