امریکایی بی پیلوټه الوتکو نن دلومړي ځل لپاره لیبیا په نښه کړه

drone_strike_libya (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۳) لیبیا: که څه هم امریکایانو پرلیبیا باندي دبي پیلوټه الوتکو دبرید په اړه تفصیل نه ده ورکړی، خوزیاته کړی یی ده چي نن له غرمي څخه وروسته دامریکي بي پيلوټه الوتکو دلومړي ځل لپاره پرلیبیا باندي برید کړی دي، دامریکي دهوایی ځواکونو اړونده چارواکو خبرورکړی دي چي دمعمر قذافی ځواکونو په خلاف به ډرون بریدونه دوام ومومي نوموړي زیاته کړه ډرون یوداسي ټیکنالوجي ده چي اساني سره په ښارونو اوکلیوکي بغیر له دي څخه چي ملکي خلګو ته زیان واړوي هدف په نښه کولای شي.

لدي څخه مخکی هم امریکایی بی پیلوټه الوتکو دلیبیا پرخاوره پر وازونه کول، خو وړاندي پروازونه یی یواځي ترجاسوسي اومالوماتو راټولولو پوري محدود وو، دامریکي د دفاعي چارو وزیر رابرګیټس دیوي خبري ناستي پرمهال وویل چی تیره ورځ ولسمشر اباما پرلیبیا باندي دبي پیلوټه الوتکو دعلمیاتو لارښونه کړي وه، ترڅو دلیبیا په خلاف دنړیوالي ټلوالي مرسته وکړي ځګه امریکا یوداسي هیواد دي چي په سیمه کي دنورو په پرتله پرمخ تللي جنګي وسائیل لري، نوموړي زیاته کړه په دي اخیروکي معمر قذافي ته وفادار ځواکونه په غارونو ننوتل او دښارونو په ګڼه ګوڼه کی یی دولسي وګړو په منځ کي ځانونه پټول، چي دڼآټو الوتکو نشوای کولاي ترڅو دوي په نښه کړي، نوځکه مونږ پریکړه وکړه چي په ښارونو اونورو ګڼو ځایونوکي له ډرون بریدونو څخه کار واخلو.

بخت الرحمن بخت ……………نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د