
هو المستعان « د پند ځنځير ۱»
جواد مجاهد
د پند ځنځير (۱)
– اړينه ده تر څو اصول درک شي چې اصولي چارې په اصولي توګه پر مخ ولاړې شي. په ورځنيو ښکته پورته اړخونو کې [اخلاص] تر ټولو غوره اصل دی چې بايد مراعات شي، کنه ټولې کړنې (دنيوي، اخروي) باطلې دي.
– د آخرت لپاره کار ضرور دی. زه وينم چې دا دنيا له خوندونو ډکه ده. خو پدې دنيا کې داسې څه نشته چې د آخرت له خوند سره دې مقايسه شي.
– چې عقل سليم شي، ادراک آسانېږي، نظر پراخېږي او زړه صافېږي.
– دغه اړيکې پر مادياتو پورې مه تړئ! اړيکو ته د معنويت جامې ور واغوندئ، ملګرتيا وپالئ! داسې چې آخرت مو روښانه کړي. انسان بايد پند واخلي، خو کاشکې چې وایې اخلي!
– أولی او غير أولی وپېژنئ! يوه غوره کار ته په ښه کار ترجيح ورکړئ؛ د خپلو پلانونو ټول جوانب وسنجوئ.
– د نفس اصلاح ته مو مټې را ونغاړئ؛ چې کله مو نفسونه د طاعت په ځنځير وتړل، بيا را وړاندې شئ او ددې سپينې دنياګۍ (افغانستان) پر مخ پراته تور داغونه د (امر بالمعروف) په اوبو ومينځئ.
– چې پر وسه مو پوره وه نو له نواهيو څخه ځان او شااوخوا خلک وساتئ. دا مو مسئوليت دی.
– دعاګانې ډيرې کوئ. له خالق عزوجل سره اړيکه مو بايد ځانګړې وي. پر نورو اړيکو باید ممتازه وي. په سجده کې ډير وخت تيروئ.
– دا ليکل شوې کرښې يوازې د رنګ سياهي مه ګڼئ! عملي يې کړئ. تر نورو يې هم ورسوئ. د پند دا ځنځير لا نور هم وغځوئ، جزاکم الله خيرا، اجرکم علی الله.
نور بیا… ان شاء الله.
– جواد مجاهد | ۱۴۴۴/۸/۵