نظــر

د حوت لسمه که د سيرت د هېر شوي باب يادونه!

احمد منصور

نن د افغانستان په تاریخ کې د يوې مهمې ورځې دريمه کليزه ده د دې ورځې پېژندل هر افغان بلکې مطلقې مسلمان لپاره اړين دي درسونه او عبرتونه لري انساني عقل يې منلو ته نه هغه مهال او نه اوس چمتو ده خو که پر حقپالو د رب د لوروینې/پيرزوينې تېر ماضي مطالعه کړو بيا نو عقل مجبور ده چې يې ومني (لسم د حوت)هغه ورځ چې د وخت له هر لحاظه پياوړې اشغالګره نړۍ پړه شوه د استدلال او منطق په ډګر کې داسې وغورزېده چې د بيا راپورته کېدو توان به ډېر وخت پورې ونه لري

هوکې: د امارت او امریکا تر مينځ د شوي تاريخي تړون ورځ ده ياد بود يې شايد په ځينو سخت تمام شي خو ضروري يې ځکه بولم چې په همدې ورځ د مبارک (عليه سلام) د سيرت د هېر شوي باب ياد تازه شوی صلحې حديبیه چې د نبي (عليه سلام) د سالم او بريالي سياست ښودنه کوي څرګنديږي چې طالب په کومه پيمانه هماغه سياست زده او پياده کړ لکه څنګه چې طالب له امريکا سره د جګړې کولو له امله ليونی بلل کېده کله چې د ډيالوک او منطق ډګر ته هم ور مخکې شو بيا هم ليونی بلل کېده ويل کېدل چېرته د امريکا ژبور سياستدانان/مذاکراتي غړي او چېرته د مدرسې او جومات ملايان خو دا چې له سيرت او بيا د صلحې حديبیې مهم باب څخه نا آګاهي موجوده وه ځکه د ځينو عقيده تر دې آندازې کمزورې وه

تشبې په ټولو امورو کې نه وي بعضو کې يې وي پرونی د حديبيې او ننی د دوحې تړونونه سره په ځينو مواردو کې مشبهات او مشترکات لري
د مثال په ډول
۱_ د پروني مسلمان لښکر دوښمنان انتهايي ظالمان ول د اَحد د اَحد ويونکو ته يې هغه تعذیبونه ورکړل چې مثل يې نه درلود نبي (عليه سلام) او اصحاب يې له هېواد وتلو ته اړ کړل د نني مسلمان لښکر دوښمنان تر هغو څو چند ظالمان ول بسته کلي يې کنډواله کړل په ښځو ، ماشومانو او سپين ږيږو يې هېڅ رحم ونه کړ وحشي زندانونه يې فعال او مسلمانان يې کلونه پکې وساتل سره له دومره فرعونيته بیا هم پرون او نن دواړه مذاکراتو ته کېناستل

۲-پرون هم ځينې مادې ظاهراً په خپلو ښې ونه لګېدې او نن هم د عمومي مصلحت پالنې ، اطاعت ثمر هم پرون او هم مو نن ولید ځکه هغه مادې چې ظاهره په طبيعت ښې نه لګېدې په ګټه مو تمامې شوې

۳- د حديبیې له تړون روسته مکه فتحه شوه او د دوحې له تړون روسته اشغال ختم او هېواد آزاد شو

همدا د قيادت دين ته تابعداري د سنتو پيروي او د مبارک (عليه سلام) له سيرت آګاهي را په ګوته کوي چې له امله يې نن ۱۰لسم د حوت وياړمنه ورځ لمانځو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx