نظــر

آیا د دوحې تړون له اسلامي شریعت مخالف دی؟

ابو عمر حقاني ( عبدالرحیم راشد)

د دوو لورو (اسلامي امارت او امریکایانو) ترمنځ نوولس کلنې جګړې کې د اسلامي امارت مقاومت بالآخره امریکا اړه کړه، چې د اسلامي امارت غوښتنې ومني او د توافقنامې پر اساس د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کښېږدي او له هېواده ووځي.

که څه هم اشغال ته د پای ټکی کېښودل او له یو ستراتیژیکي هېواد څخه وتل امریکایانو ته ډېره سخته وه، مګر بې له دې یې بله چاره نه درلوده.
غواړم چې د توافقنامې ځینو موضوعاتو ته اشاره وکړه:

د اشغال خاتمه:
دا عمل د هېواد پوره ازادي او استقلال په ډاګه کوي، د همدې پر اساس طالبانو لومړنۍ او مهم هدف د هېواد د اشغال خاتمه وه، ځکه که چېرې هېواد د غربي اشغال څخه ازاد نه سي، سولې او امنیت ته رسېدل له زیاتو خنډونو سره مخامخ کېږي.

اسلامي نظام:
اسلامي امارت هر هغه قانون او نظام چې د اشغال تر سیوري لاندې جوړ شوی وي غیر قانوني او نامشروع ګڼي او آزاد افغانستان کې د افغانانو لپاره د یو اسلامي نظام غوښتونکي دي، چې اسلامي قوانین پلي کړي او د ځورېدلو افغانانو ستونزو ته پوره لاس رسی وکړي او همدارنګه د ګاونډي او نړېوالو هېوادونو سره د هر اړخیز احترام څخه ډکې اړیکې ټینګې کړي ترڅو زموږ هېواد د پرمختګ او امنیت لوري ته بوځي.

بین الافغاني مذاکرات:
اسلامي امارت په روانو ناستو کې دا وښوده چې دوی په افغانستان کې د یوه اسلامي نظام غوښتنونکي دي، چې دا نظام به د افغانانو لخوا منځته راځي او واګي به یې د افغان ولس د ریښتینو مشرانو په لاس ورکول کېږي.

مذاکرات باید د اسلامي امارت او د افغاني جهتونو ترمنځ وي:
په دې ټکي سره دا څرګنده سوله چې مذاکرات باید د اسلامي امارت او د افغانستان په سیاسي موضوع کې د ټولو ښکېلو اړخونو ترمنځ وي او د کابل اداره به د یو افغاني اړخ او جهت په توګه په کې ګډون کوي. نه د یو دولت او ټول افغان ولس د نماینده ګانو په حیث.
لنډه دا چې د دوحې په توافقنامې کې امریکایان دې ته ژمن شول چې د افغانستان په ملي چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
په همدې اساس د یادو ټکو څخه دا په ډاګه کېږي، چې د توافقنامې هېڅ یوه ماده د الهي شریعت او نبوي سنتو سره په ټکر کې نه ده.
بلکې یاده شوې توافقنامه افغانستان کې د تلپاتې سولې، امنیت او د افغان ولس د مړاوو هیلو د ژوندي کولو په موخه لویو علماوو او سیاسي مبصرینو د څارنې او هغوی د اندونو او لاسلیکونو وروسته وړاندې سوې ده.
ځينې د سولې دښمنان چې د اسلامي شریعت او پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) له سنتو ناخبره دي بې ځایه نیوکې کوي چې خاص د مظلوم افغان ولس په هیلو خاورې شیندي.

په توافقنامه کې دا ټکي یاد شوي وو چې بهرنۍ هېڅ ډول مداخله د منلو وړ نه ده او د کابل اداره به د یو سیاسي جهت په توګه ګډون او د خپلو خپلو شخصي غوښتنو یادونه کولای شي، نه د یو رښتیني نظام او د افغان ولس د غوښتنو.

کله چې د غربیانو مداخله بنده شوه نو څو مفت خوره کسان را پاڅېدل چې خپلو شخصي غوښتنو ته یې د افغان ولس تر غوښتنو لومړيتوب ورکړي او د کابل ادارې په مذاکراتي ټېم کې سولې او امنیت ته ژمنو سیاسي پوهانو هم حضور درلود، هغه څېرې چې واقعا افغانستان کې د امنیت او سولې راوستلو ته پوره ژمن دي.
هغه توافقنامه چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ لاسلیک سوې ده عملي کېدونکې ده.

که هر څومره ارګ کې داخل کسان یې وغواړي یا نه! دا تر ټولو ښه لاره ده چې د تلپاتې سولې او امنیت لپاره مثبت ګامونه اوچت کړي او کنه دا چانس به هم له لاسه ورکړي.

په ټول هېواد کې د تلپاتې سولې او امنیت په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx