شعـــــرونه

د زړه زخمونه به ګنډمه په جنت کې یاره/ عمر صديق

عمر صديق

د زړه زخمونه به ګنډمه په جنت کې یاره
دلته مي نسته څوک غمخوار دلته بي یاره یمه

دلته مي ژوند له غمو ډک له دردو ډک غوندي ده
چامي ملهم نکړو پرهار دلته بي یاره یمه

دلته مي چاد شفقت لاس پرسر تیر نکړلو
دا عریضه وړم تر بادار دلته بي یاره یمه

دلته دپاکې مینې قدرخلګ نه پیژني
دلته سپیڅلې مینه عار دلته بي یاره یمه

دلته اوس نسته یاره ها د صداقت وختونه
اوس د نفرت راغلی وار دلته بي یاره یمه

دلته نامي ده هغه څوک چي چل درواغ یې زده وي
دلته دوکه ده کاروبار دلته بي یاره یمه

دلته عمرصدیق وتلی یم د ډیرو له یاد
دلته بي یار دلته بي یار دلته بي یاره یمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx