نظــر

د تبارز میدان کې بریالی هیواد

خالق یار احمدزی

افغانستان د نړۍ په کچه یواځنی هغه هیواد دی، چې ولسونو یې ټولو هغو جابر او مستکبرو قوتونو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، چې دلته یې د زور په مټ د راتګ نیت ترسره او په دغه جغرافیه کې یې د خپل سیاسي، کلتوري او عقیدوي نفوس هڅه کړې ده.
له دې توپیر پرته چې کوم کمزوري هیواد پرې د یرغل شومه اراده کړې، یا هم زبر ځواکونو او سترو قوتونو؛ افغانانو یې پر وړاندې وسایلو او امکاناتو ته له کتو پرته، له خپل ټول خدای ورکړي متانت څخه کار اخیستی او په تش لاس، خو ایماني جذبه یې هغوی را پرځولي او دا یې ثابته کړې چې ارزښتونو ته ژمنتیا، د نیت خلوص او له ملي منافعو څخه ریښتینې دفاع، څنګه کمزوري ملتونه د سترو امپراطوریو پر وړاندې د بریا پوړونو ته رسوي.

 

هوکې؛ هر ځل همدا مقاومت په دښتو، غرونو کې له چریکي مبارزې پیل، بیا پر ښارونو تر قیادت پورې رسیدلی؛ همدا راز همدا مقاومت هر ځل له فزیکي زور څخه پیل، بیا یې د سیاسي تبارز میدان ته خپل خط السیر رسولی دی او لکه چې متمدنه نړۍ په خپلو پرمختللو مخترعه وسایلو کې ناکامه شوې، دغه راز یې د اکسفورډ، هاروارډ او نورو سترو ښوونیزو او فکري مراکزو نومیاليو فارغانو په سیاسي اډانه کې هم د خړ جومات او خټینې مدرسې له طالب څخه ماتې منلې ده.

همدغه ملت وه چې تر شلو کلونو پورې یې د امریکا هر ډول څرخیدونکو میچونو ته خپل تن ورکړ، هر راز ناخوالې یې وزغملې او له هیڅ ډول فشارونو څخه متأثره نه شو؛ نه خو یې خپله د ستړیا احساس وکړ، نه یې د نا امیدي په موخه تندی تریو کړ او نه یې هم د خپل مبارز لښکر (اسلامي امارت د منسوبینو ). پر سر له چا سره پټه سودا وکړه.
لامل یې ښایي د ‘اسلامي امارت د منسوبینو کمال ژمنتیا، صداقت او له ارزښتونو سره داسې مینه وه، چې په خپله بېسارې قرباني یې نړۍ حیرانه او ملت راخپل کړ.

هغوی چې له عقیدوي ارزښتونو څخه په دفاع کې یې ګل ځوانۍ داسې قربان کړې چې په ټنونو بارودو کې یې خپل اخروي سعادت لټولو، څنګه به پرې خپل او پردي باور نه کوي او ولې به یې پر سیاسي میز ځراکت او ظرافت ته څوک تسلیمیږي نه؟..

هوکې؛ همدا عملي میدان وه، چې مستقیما یې د هر خوځښت اثر پر سیاسي میز پریووت؛ د مخالفینو، حوصله ورسره لمنځه تلله، هیلې یې خاورې کیدلې او خپلې ټولې لاسته راوړنې یې په یوه نامعلوم سراب کې له منځه تللې حسابولې.

بلخوا بیا زمونږ له پوځي بریا سره د مشرانو حوصله، وړتیا او د استدلال ژبه هم پیاوړې کیده او د امریکا په مشرۍ د نړیوال استکبار د ماتې شیبې یې وار له مخه په هر پیغام او خبر کې له ملت سره شریکولو.

بالمقابل بیا په پوځي ډګر کې د کابل دارې +بهرنیانو پرمختګ بیرته هغوی ته پر زیان تمامیده، ځکه دوی له یوې ډلې سره نه؛ بلکې د خپلو منافعو د حصول او یوې مړژواندې، لاسپوڅې، خیالي ادارې د بقاء لپاره یې هره شومه هڅه کې ملتونه قرباني کیدل او په کوردننه او بهر کې یې ددوی پر عدم وړتیا او ناکام مدیریت غبرګونونه راپاریدل، چې دا بیرته د دوی حثیت ته زیان وه او په سیاسي میز کې یې کړنې لکه د تروریستانو په څیر مالومیدلې، چې دې کار یې لا خلک پر وړاندې تبارز ته هڅول.

همدا وه، چې بالأخره په خپله ایستل شوې کنده کې بیرته وغورځیدل او د تل لپاره د هلاکت په ژور کوهي کې په ناوړه برخلیک اخته شول

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx