
نن ټکی اسیا پر معیار باوري ده
نن ټکی اسیا خبري وېب پاڼه له خپلو ارزښتونو سره سره پر معیار باوري ده. نن ټکی اسیا د خپل څلور کلن سفر په اوږدو کې بې شماره تجربې ترلاسه کړي دي. دغو تجربو، د متعهدو لیکوالو او د نظرخاوندانو مفیدو مشورو او نېکو هيلو موږ دې ځای ته رسولي يو. په دې ویاړ کې له موږ سره زموږ لیکوال کول تر بل هر چا ډېره برخه لري. موږ یې هم مننه کوو!
نن ټکی اسیا له لاسته راوړنو سره سره په دې وروستیو کې کله نا کله د یو شمېر افغان سیاسي جهتونو له خوا په دې تور تورنېږي، چې ګواکې یو اړخ سره د مېرې سلوک کوي، د یوه جهت کمه وايي او د بل غټه. د نن ټکي اسیا ادارې کله هم په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی. اوس چې خبره تر رهبرانو رسېدلې ده، او سیاسي مشران هم په خپلو لیکنو کې نن ټکی اسیا د تقدیر پر ځای تقبیح کوي، مونږ ځان په ابرازِ نظر اړ ګڼو.
لکه پورته چې وویل شول، مونږ پر معیار باور لرو، پر علمي او هدفمن ژورنالیز باوري یو. مونږ د نړیوالو معیاري رسنیو په څېر په مختلفو افغان اړخونو کې معلوماتي محرمې سرچینې لرو، چې د همدغو معلوماتي سرچینو د خوندیتوب لپاره به کله هم د دوی هویت افشا نه کړو، له دوی ګټه پورته کوو، معیاري، کره او دقیق خبر ترې اخلو او بیا یې تر تاسو لوستونکو رسوو.
سیاسي ډلې د سیاسي هوا له ادلون بدلون سره خپل دریځونه هم بدلوي. د نن ټکي اسیا لوستونکي دې تر هغې د کوم اړخ اعلامیې نه مني، تر هغو چې یې عمل نه وي لیدلی، چې رښتیا هم په عمل کې پر خپلې خبرې ولاړ دی کنه!
مونږ دا دوه اونۍ په کابل کې د ښاغلي حکمتیار د حزب اسلامي څانګې د سیاسي دفتر په اړه څو خبرونه خپاره کړل. د حزب اسلامی اعلامیه کې د دغه خبر خپروونکي رسنۍ «حاسدې» ګڼل شوي دي. موږ په کلکه دغه تور ردوو او د نن ټکي اسیا پر ناپېيلتوب یو ځل بیا ټنیګار کوو، نه د کوم افغان اړخ دفاع کوو او نه هم چا سره ټکر کوو.
حزب اسلامي تر اوسه د دفتر خبره نه ده رد کړې. که حزب اسلامي په کابل کې سیاسي دفتر پرانیست، زمونږ خبر به کره او معیاري وي او د «حسادت» له توره به ووځو او که افتتاح نه شو، نو بیا زمونږ خبره کره نه ده او مونږ به پر خپلې سرچینې له سره غور وکړو.
موږ له ټولو افغان اړخونو هیله کوو، چې باید له نوو راټوکېدلو افغان معیاري رسنیو سره نېک رفتار ولري او د لا پراختیا، معیاري کېدا او پرمختګ هڅه یې وشي. لکه څنګه چې مونږ د هر اړخ اعلامیې او خبرپاڼې خپروو، دغسې یې په اړه خبرونه هم خپروو.
درنښت
په هېواد کې د معیاري رسنیو د ودې په هیله!
سیف الرحمن خپلواک
د نن ټکي اسیا مدیر
نن ٹكى اسيا يوه خپلواكه صفحه ده او موژيي تقديروؤ
هغوى چي نورو ته دحسد نسبت كوي پخپله دحسد بغض زان غوشتني رياكاري قدرت پرستى تور تير لري