افغانستان

انلاین فورم لرونکي دافغانستان بانک په ټولو څانګوکې بانکي تعرفې تحویلولای شي

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۱۳کب، ۱۴۰۱ل): د پاسپورټ اړوند انلاین فورم لرونکي د افغانستان بانک په ټولو ښاري څانګو کې بانکي تعرفې تحویلولای شي.

د پاسپورټ عمومي ریاست په نشر کړې اعلامیه کې ویلي چې د پاسپورټ ریاست د پرېکړي له مخي ټول هغه هیوادوال چې انلاین فورمونه په لاس کې لري، کولای شي چې د افغانستان بانک په ټولو ښاري څانګو کې خپلي بانکي تعرفې تحویل کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې هیوادوالو ته د غوره او په وخت خدمتونو په ترڅ کې اوس هیوادوال کولای شي چې د افغانستان بانک په ټولو ښاري څانګو کې خپلي بانکي تعرفې تحویل او له هغې وروسته د نورو مرحلو لپاره ریاست ته په ورکړل شوي وخت سره راشي ترڅو چارې مو اسانه او کارونه مو د ځنډ سره مخ نه شي.

اعلامیه کې ویل شوي چې یاد ریاست دا ګام د پاسپورټ غوښتونکو د اسانتیا لپاره پورته کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx