نړۍ

عمران خان له وخته مخکې ټاکنې غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان چې د پاکستان د تېرو ۲۰۱۳م کال ټاکنې له درغلیو ډکې ګڼي او نوازشریف لومړی وزیر نه ګڼي. نوازشریف د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر دی، چې د ۲۰۱۳م کال ټاکنې وګټلې او مرکزي حکومت مشري کوي.

عمران خان له دوو ورځو وروسته نن سهار وختي پلازمېنې اسلام اباد ته له خپلو زرګونو پلویانو سره ورسېد. پلازمېنې ته له رارسېدو سره سم، د تحریک انصاف مشرانو د شپې درې بجې خپلو زرګونه پلویانو ته ویناوې وکړې.

د تحریک انصاف یو مشر، جاوید هاشمي عمران خان خپل صدراعظم وګاڼه.

عمران خان وویل، تر هغې به همدلته ناست وي، تر هغې چې نوې ټاکنې اعلان نه شي او «نوی پاکستان» جوړ نه شي. عمران خان زیاته کړه: «له څلوېښتو ساعتونو راهیسې نه یم ویده شوی، چې د خلکو ولولې ګورم، لا احساساتي کېږم».

ده له نوازشریفه پوښتنه کوله، چې «ولې له وخته مخکې ټاکنو وېره لري».

عمران خان وايي، نوازشریف یوه لار لري او هغه هم د استعفا ده.

ده ویل، موږ د ډیموکراسۍ مخنیوی نه کوو، چې انصاف نه وی، ډیموکراسي نه شته.

عمران وویل، چې اسلام اباد ته په رسېدو سره ورته لیک وروښودل شو، چې ورته ویل شوي و، چې د ده ژوند له ګواښ سره مخ دی، م ده وویل، چې د وطن په لار کې مرګ ته تیار دی!

عمران خان خپلو پلویانو سره ژمنه وکړه، چې نن (شنبه) درې بجې به بیا غونډه پیلوي. د شپې له تودو ویناوو وروسته د لاریون مشران خپلو استوګنځایوو ته ولاړل، خو پلویان تر باراني اسمان لاندې پاتې شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x