افغانستان

ملابرادر اخند؛ د اشغالګرو لخوا د بمونو استعمال زموږ د هیواد په هوا ناوړه اغېز کړی

نن ټکی ( یکشنبه، ۱۴ کب ، ۱۴۰۱ل): ملا عبدالغني برادر وایي چې د اشغالګرو لخوا د خطرناکو بمونو او کېمیاوي وسلو استعمال زموږ د هیواد په هوا او طبیعت ناوړه اغېز کړی دی.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په بادام باغ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین کې د وینا په مهال ویلي چې افغانستان یو زراعتي، د پرېمانه اوبو او مناسب طبیعتي چاپیریال لرونکی هیواد دی، چې باید هوا یې تر نورو هیوادونو پاکه وای او په وینا یې، خو له بده مرغه د پاکي انرژۍ نشتون او د څو لسیزو په اوږدو کې د اشغالګرو لخوا د خطرناکو بمونو او کیمیاوي وسلو استعمال زموږ د هیواد په هوا او طبیعت ناوړه اغېزه کړی.

نوموړي د وینا په مهال ویلي چې د دغه ککړ چاپېریال او وژونکو کیمیاوي موادو له تاثیراتو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره د نیالګیو کېنول او د هغه سالمه روزنه ده او زیاته کړې یې ده چې دا کار یوازي د حکومت مسؤلیت نه بلکه د هیواد هر وګړی باید په دغه برخه کې کار وکړي څو مو هیواد زرغون او یو ښه چاپېریال ولرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx