افغانستان

کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر؛ نړۍ مو په واحد صف او قوي ارادې سره ماته کړه

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۵کب، ۱۴۰۱ل): د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وایي چې د ولس په باور او همغږۍ کې مو کامیابي ده.

په کندهار کې د پولیسو په ښوونیز او روزنیز مرکز کې د ۳۸۰ تنو ملي پولیسو د فراغت غونډي ته د وینا په مهال ویلي چې نړۍ مو په واحد صف او قوي ارادې سره ماته کړه او زیاته کړې یې ده چې موږ د امکاناتو او اسبابو په لحاظ ډېر عاجز وه او د خلګو له نظره ورک خلګ وه.

نوموړي د وینا په مهال یادو فارغ شویو پولیسو ته په خطاب کې وویل چې کومي زده کړي چې مو دلته ترسره کړې دي عملاً یې خدمت ته چمتو یاست او زیاته کړې یې ده چې ستاسي مسؤلیت د جهادي دورې په نسبت اوس ډېر دی ځکه د ملي پولیسو خاصاً له ولس سره کار دی ستاسي کامیابي هغه وخت ده چې ولس په باور او همغږۍ کې وساتئ.

نوموړي همداراز ویلي چې که چیرته د امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ باور او همغږي وي نو هیڅکله به هم مجرم ځای پیدا نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

محترم حقاني صاحب کفري نړۍ د الله تعالى په نصرت د سپيڅلو دشهيدانو د سخندنو په برکت په ګونډو او تاريخي ماتې سره مخ شول. الحمدلله د جهاد په ډګر کې اشغال ګر د ماتې سره مخامخ شول مګر په تبليغاتي ميدان کې وس هم سګرم دى. بايد اسلامي امارت تبلیغاتي ميدان کې هم دغه کفارو او د هغوى لاس پوڅو ته ماتې ورکړي. دا هغه وخت کيږى چې اسلامي امارت د خپل ولس جايزو غوښتنو ته غاړه کېږدي. لکه د اناثو تعليم او کار اجازه د شريعت په رڼا کې، قانون جوړونه او د حکومت جوړښت د ايمان او… نور لوستل »

lopar

هو دا کار مو وکه خو د خپل قدرت او خپل سري لپاره مو زمونږ مندې ، خوندې او اولادونه له تحصیله مڅرومې کړې آو تاسو غواړۍ لکه مافیا جهالت په مخ بوزی تر څو مو قدرت قائم او اولس ډار ولري ْْ!

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx