افغانستان

د ایران له زندانونو څخه ۲۶۸ افغان بندیان آزاد شوي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۵ کب، ۱۴۰۱ل): د ایران له زندانونو څخه ۲۶۸ افغان بندیان آزاد شوي.

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوي خبر کې راغلي چې نن ورځ د هرات ولایت اسلام قلعه بندر له لاري ( ۲۶۸) تنه افغان بندیان چې په ایران هیواد کې زنداني وه، د دواړو هیوادونو تر منځ د مذاکراتو او توافق په نتېجه کې افغان حکومت ته وسپارل شول.

په خبر کې راغلي چې په دې مراسیمو کې په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني، د زندانونو عمومي مسؤل مولوي محمد یوسف مستري، په هرات کې د بهرنیو چارو رئیس مولوي شیر احمد عمار او نورو مسؤلینو ګډون کړی وه.

خبر زیاتوي چې یاد توافق څو ورځي وړاندي د لوی څارنوال په مشري د بهرنیو چارو او محبسونو عمومي ریاست د استازو په ګډون ایران ته د تللي لوړ رتبه هیئت سره په تهران کې ترسره شو.

خبر کې همداراز راغلي چې دغه ډول مثبت اقدامات به د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزي اړیکي او همکارۍ لا ژورې او پیاوړې کړي او زیاتوي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اسلامي جمهوریت د دې مثبت اقدام قدرونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx