افغانستان

د پاکستان سیند ایالت له زندانونو څخه ۷۴ تنه افغان بندیان آزاد شول

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۶کب، ۱۴۰۱ل): د پاکستان سیند له زندانونو څخه ۷۴ تنه افغان بندیان آزاد شول

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې نن ورځ د مارچ په ۷مه په اسلام آباد کې د ا.ا.ا. سفارت او په کراچۍ کې د افغان جنرل قونسلګرۍ په هڅو ۷۴ تنه افغان بندیان د سیند ایالت له زندانونو آزاد او هیواد ته منتقل شول.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې تر دې مهاله ۱۵۳۷ تنه افغان بندیان د پاکستان له زندانونو آزاد او په دې هیواد کې د افغان سفارت او قونسلګرۍ په مصارفو هیواد ته لېږدول شوي دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx