ټولنیزه برخه

د پند ځنځير (۲)

جواد مجاهد

– زړونه مو نرم وساتئ. زړونه نرم ښه دي. په سختۍ کې مې خير ندی ليدلی. موږ چې په مؤمنه ټولنه کې ژوند کوو بايد د (رحماء بينهم) مصداق جوړ شو.

– دغه مؤمن ښار د ډير وخت لپاره د تورو تيارو په پنجو کې را ګير وو. اوس د سپينو پرښتو په بڼه په ښار کې خپاره شئ او د رڼاګانو مشالونه پکې بل کړئ چې د تيارو لښکرې ماتې شي. په نيکيو امر وکړئ او له بدیو څخه لومړی ځان او بیا ټولنه را وګرځوئ!

– د خير په هر کار کې مشوره کوئ او د شر کارونه مکوئ. مشوره په عقل کې زيادت راولي، بصيرت زياتوي او د تحليل قوه ځواکمنوي. بېړنۍ پريکړې مکوئ! نرم او په احتياط چلېږئ.

– د خپل نفس غوښتنې مو د يوې عامې نظريې په توګه په ټولنه باندې مه ور تپئ! دا خبره حتمي ده چې په ځينو مواردو کې ممکن ستاسو د تبيت خلاف خبره يا پيښه وشي، بايد نزاکت مراعات او پر نفس فشار راولئ؛ نفس ذوب کړئ! ويلې يې کړئ او ويې رټئ تر څو له سترې فتنې څخه يې نجات ومومئ.

– حتماً، په ژوند کې ستونزې، سخت حالات او امتحانونه راځي، چې کله درباندې راغلل نو تر هر څه مخکې له خالق عزوجل څخه د ژوند په کږليچونو کې د بريمن مزل توفيق وغواړه او بيا ډير په غور او فکر سره د ستونزې حل حلاره را وباسه او وارخطا کېږه مه!

– دغه سخت حالات دوام نه مومي، زه اکثراً خپلو نږدې ملګرو ته چې د صبر نمونې دي، د صبر توصیه کوم. بې صبري او د خالق عزوجل په را پيښو شوو (خير او شر) باندې ناخوښي لويه بربادي ده، الله دې موږ ټول ترې وساتي او الله مو دې د الله جل جلاله په تقدير باندې راضي لري، آمين.

نور بيا… ان شاء الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx